لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: سند پوليس ته ویل شوي تبليغي مرکزونه دې قرنطين کړی شي


د پاکستان د جنوبي صوبې سند پوليس ته لارښوونه شوې چې په صوبه کې ټول تبليغي مرکزونه دې قرنطین کړی شي او تبليغيان دې په مرکزونو کې وساتل شي.

د سند صوبې حکومتي وياند مرتضی وهاب ويلي، دا ويل به ګران وي چې دا وخت څومره تبليغيان په صوبه کې دي او په څومره کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

جیو ټي وي سره په خبرو کې وهاب ويلي، تراوسه پورې د ۲۲۱ تبليغيانو ټېسټونه شوي او په هغو کې په ۹۴ کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي او د ۱۵ ټيسټونو نتیجې لا مخې ته نه دي راغلي.

راپورونه وايي په دغو تبليغيانوکې ځینې بهر ملکي هم شامل دي.

په پاکستان کې په وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په تبليغيانو کې په ډېرو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او داسې اندېښنې څرګنديږي چې تبليغيان د کرونا وايرس خواره نه کړي ځکه دوی دې په مرکزونو کې وساتل شي.

د سند صوبې د پوليس مشر په ټوله صوبه کې پوليس افسرانو ته لارښوونه کړې چې د کرونا وبا په تېزې سره خوريږي، ځکه تبليغيان دې په خپلو مرکزونو کې وساتل شي او مرکزونه دې قرنطین مرکزونه وګرځول شي.

د پولیسو مشر لارښوونه کړې چې دغو مرکزونو ته دې د نورو خلک تګ ودرول شي او د مرکزونو څخه دې بهر هم خلک نه پرېښودل کيږي دوی ته دې د خوراک انتظام هم وکړی شي.

پوليس ته ويل شوي د دغو خلکو مالومات دې رایو ځای کړی شي او کوم خلک چې د تبليغ نه بيرته کورونو ته ستانه شوي هغوی ته دې په کورونو کې د پاتې کېدو لارښوونه وشي.

د سند صوبې نه علاوه د پنجاب په رائیونډ کې د تبليغيانو مرکزي مرکز هم قرنطين کړی شوی او د پنجاب صوبې د بېلابيلو برخو نه علاوه په خېبرپښتونخوا کې هم تبليغيان قرنطين کړی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG