دسعودي عرب دحج اؤ عمرې وزیر ډاکټر محمد صالح بن طاهر بنتن د کرونا وائروسو له امله د رامنځته شوي بې باوره وضعیت په تناظر کې د نړۍ په مسلمانو غږ کړی دی چې باید د حج تیارۍ پریږدي.
د سعودي عرب د دولتي ټيوي الاخباریه سره خبرو کې دسعودي دحج اؤ عمرې وزیر ویلي سعودي عرب دحج اؤ عمره کوونکو د خدمت دپاره په بشپړ ډول اماده ده اؤ څه وخت هم عمره کوونکو ته سعودي ته د راتګ اجازه ورکولی شي.
خو ددې ترڅنګ هغه دا هم ویلي دکرونا وائروسو په چټکتیا سره دخوریدو له امله د سعودي حکومت دخپلو وګړو اؤ د نړۍ دمسلمانانو روغتیا ته فکرمند دی.
هغه ویلي له دې امله مونږ ټوله نړۍ کې خپلو مسلمانانو وروڼو ته وایو چې د وضعیت روښانه کیدلو انتظار وکړي اؤ دحج تړونونه دې نه کوي.
تر دې وړاندې سعودي حکومت دپاکستان په ګډون د نړۍ دنورو اسلامي هیوادونو حکومتونو د حج د تړونونو څخه منعې کړي وؤ اؤ په عمره ادا کولو یې هم بندیز لګولی ؤ.
سعودي عرب کې تر اوسه د کرونا وائروسو ۱۵۰۰ؤ نه زیاتې پېښې ثبت کړل شوي دي اؤ ۱۰کسان په دې وائروسو مړه شوي هم دي.
تیرکال د ټولې نړۍ څخه ۲۵لکو کسانو دحج ادا کولو دپاره سعودي عرب ته سفر کړی ؤ خو څېړونکي وایي کیدای شي دا ځل د زیاتې ګڼې ګوڼې جوړیدو له امله سعودي حکومت چاته د حج اجازه ورنکړي