لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وايرس: پاکستان کې په کرونا وايرس اخته کسانو شمېرې ۲۲۹۱ ته ورسېدې، ۳۱ مړه


په پاکستان کې هم د نورې نړۍ په څېر د کرونا وايرس پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي او تراوسه پورې ۲۲۹۱ کسان په کرونا وایرس اخته شوي او ۳۱ ترې مړه شوي دي.

پاکستان کې د کرونا وايرس د مخنيوي او دې وبا د خورېدو په لړ کې لګول شوي بندېزونه تر ۱۴م اپرېل پورې غځول شوي دي.

د سرکاري شمېرو تراوسه پورې په ملک کې د کرونا وايرس نه ۳۱ کسان مړه شوي، د نهه کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی او ۱۰۷ کسان ښه شوي هم دي.

د کرونا وايرس نه ۱۱ تنه په پنجاب، نهه په سند، اته په خېبرپښتونخوا، دوه په ازاد کشمير او يو په بلوچستان کې مړ شوی دی.

دا وخت په پنجاب کې ۸۲۸، په سند کې ۶۷۶، په خېبرپښتونخوا کې ۲۴۹، په بلوچستان کې ۱۵۱، په ګلګت بلتستان کې ۱۸۱، په اسلام اباد کې ۵۹ او ازاد کشمیر کې نهه کسان په کرونا وايرس اخته دي.

د کرونا وايرس نه ۵۸ کسان په سند، ۱۹ په خېبرپښتونخوا، ۱۷ په بلوچستان، څلور په ګلګت بلتستان، شپږ په پنجاب او درې تنه په اسلام اباد کې ښه شوي دي.

بل لور ته د منصوبه بندۍ وزير اسد د قومي رابطه کونسل د غونډې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې ويلي په ملک کې چې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې کوم بندېزونه لګول شوي هغه به د ۱۴م اپرېل پورې په ځای وي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د بازارونو او تعليمي ادارو د بندېز ترڅنګ په ګڼه ګوڼه جوړولو او په جوماتونو کې د درېو نه تر پينځه تنو نه د سېوا کسانو په تګ بندېز لګول شوی دی.

پاکستان کې د تعليمي ادارو د ۳۱م مې پورې تړلو ويل شوي او د ملک پولې د نورو ملکونو سره هم بندې کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG