لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: د پاکستان هرکلی کوو چې د ډېنئيل پرل د مقدمې د فېصلې پرضد سپريم کورټ ته ځي


امريکې ويلي، "د ډېنئيل پرل د تښتوؤنکو او وژونکو زمه وارو پرضد دې پوره قانون په عمل کې راوستی شي. په مقدمه کې اورول شوې فېصله د ترهګرۍ ښکار د هر ځای خلکو دپاره د سپکاوي ده".

د سويلي اسيا دپاره د امریکې د بهرنيو چارو ځانګړې استازې اېلس ويلز په ټويټر د پاکستان د عدالت لخوا د وژل شوي ژورنالسټ ډېنئيل پرل په مقدمه کې په اورل شوې فېصله غبرګون څرګند کړی دی.

هغې د پاکستان د حکومت هرکلی کړی چې دغه فېصله چېلنج کوي.

د پاکستان د سند ايالتي محکمې (سند هایکورټ) پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د امریکايي ژورنالسټ ډېنئيل پرل د تښتولو او وژلو په مقدمه کې فېصله اورولې، په دغه مقدمه کې د مرکزي تورن بنديوان عمرشېخ د مرګ سزا يې په اووه کاله بند بدله کړې ده.

او د هغه سره په مقدمه کې نورو درې کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې يې ختمې کړې دي.

د یادې فېصلې وروسته د صوبې څارنوال ( د سند پراسيکيوټر جنرل) ډاکټر فېض شاه ويلي دغه فېصله به په سپريم کورټ کې چېلنج کوي.

له دې نه علاوه د سند صوبايي حکومت هم ويلي چې حالاتو په کتو يې پرېکړه کړې چې عمرشېخ او د هغه درې نور ملګري به د درېو میاشتو پورې په بند کې ساتي.

د سند هايکورټ د دوه ججانو بنچ چې مشري يې جسټس محمد کريم خان اغا کوله، د سزاوار شوؤ لخوا په خواستونو اورېدنه کوله او پرون يې فېصله اورولې وه.

د عمرشېخ وکيل خواجه نويد د عدالتي فېصلې وروسته ميډیا سره په خبرو کې ويلي ؤ، چې عدالت د عمرشېخ د مرګ سزا اووه کاله بند ته راکمه کړه او هغه ته دغه سزا يواځې د تښتولو په تور کې واورول شوه.

هغه وويل پاتې درېو ته چې د عمر بند سزا اورول شوې هغه بري کړی شو په هغو یو څيز هم ثبوت نه شو.

د ژورنالسټ ډېنئيل پرل د وژنو او تښتولو په مقدمه کې په کال ۲۰۰۲ کې مرکزي تورن احمد عمر شېخ ته د مرګ سزا او د هغه سره درې نورو ملګرو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورول شوې وې.

ډېنئيل پرل د امريکې د وتلې ورځپاڼې وال سټريټ جنرل د سويلي ايشيا خبريال ؤ ، او د کال ۲۰۰۲م د جنورۍ د مياشتې په ۲۳نېټه کراچۍ کې بې درکه شوی ؤ ، او نزدې يوه مياشت وروستو پاکستاني چارواکو ويلي ؤ ، چې د ډېنئيل پرل د وژل کېدو ويډيو ورته مېلاؤ شوې ده .

د امريکايي خبريال د تښتول کېدو او وژنې په کېس کې د څلورو کسانو احمد عمر شېخ ، فهدنسيم ، سلمان ثاقب او شېخ عادل په ضد مقدمه درج شوې وه.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې په ياده مقدمه کې بل تورن تن قاري هاشم هم د حېدر اباد د ترهګرۍ عدالت بري کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG