لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وائروسو له امله د مړو شمیره ۳۵ؤ ته ورسېده


پاکستان ک د کرونا وائروسو له امله د مړو شوؤ کسانو شمیره ۳۵ؤ ته رسېدلې ده اؤ دصحت محکمه وایي ۲۴۵۰کسان په دې وائروسو اخته شوي هم دي.

دپاکستان دصحت د وزارت کې په کرونا وائروسو څار لرونکې ادارې د جمعې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي د تیر یوشواروز په مهال ۶۶ نور کسان په کرونا وائروسو اخته شوي چې دې کې د ۱۰ؤ حالت مرګونی دی.

دڅار دغه اداره وایي پنجاب کې دکرونا دناروغانو شمیره ۹۲۰،سندهـ کې ۷۸۳،خیبر پښتونخوا کې۳۱۱، بلوچستان کې ۱۶۹،اسلام اباد کې ۶۲،ګلګت بلتستان کې ۱۹۰ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې نهو ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې تر اوسه ۱۲۶ دکرونا وائروسو نه روغ شوي هم دي

د تازه شمېرو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې تر 51 زره زیات کسان له کرونا وایرسه مړه شوي او په دې ناروغۍ اخته کسان شاوخوا 10 لکه ته رسېدلي دي. یواځې په امریکا کې دا ناروغي تر اوسه تر دوه لکه 35 زره زیاتو کسانو ته ور پورې شوې او تر پینځه زره 6 سوه زیات کسان یې مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG