دجمعې په ورځ دپاکستان د وزیراعظم د ماڼۍ مخې ته یو تن د انصاف په نه ترلاسه کیدلو خپل ځانته اور پورې کړی اؤ مړشوی دی .
پاکستاني مطبوعات وایي د فیصل عزیز په نوم دغه تن د جمعې دنمونځ نه لږه شیبه وړاندې اسلام اباد کې د وزیراعظم د ماڼۍ مخې ته په ځان تیل واړول اؤ ځان یې وسوځولو.
په مطبوعاتو له مخې په موقعه موجودو پولیسو اؤ لارویانو د یاد تن نه د اور وژلو زیاتې هڅې وکړې اؤ هغه یې په ژوبل حالت کې د پمز روغتون ته ورسولو خو دغلته یې د سوځېدو له امله ساه ورکړه.
پاکستاني مطبوعات دا هم وایي چې د فیصل عزیز په نوم دغه تن د مړی د بیول تاڼې پولیسو ته عریضه کړې وه چې یو بااثره سیاسي شخص دهغه سره زیاتی کوي خو پولیسو دهغه په عریضه هیڅ ګام نه اخستو .
مطبوعات دا هم وایي چې له عریضې کولو وروسته فیصل عزیز ته هغه بااثره سیاسي شخصیت (چې نوم یې جواد عباسي ښودل شوی) د وژلو ګواښونه کول اؤ هغه له دغو ګواښونو تنګ شوی ؤ.
خو تر اوسه نه د جواد عباسي دریځ مخې ته راغلی دی اؤ نه پولیس په دغه هکله دسپیناوي کوم بیان جاری کړی دی.
دپاکستان ایکسپریس نومې ټي وي د ډپټي کمشنر حمزه شفقات له خولې ویلي چې کوم تن ځان سوځولی هغه نشه یي ؤ اؤ یوې ماشومې سره پرې اووه کاله وړاند د زیاتي کولو مقدمه هم درج وه خو دانتظامې لخوا د لګولو شوؤ دې تورونو پخلی ازادو سرچینو نه دی کړی.
دپاکستان وزیراعظم اؤ نورو چارواکو هم د وزیراعظم د ماڼۍ مخې ته د ځان سوځولو په دې پېښه تر اوسه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو ډيټي کمشنر یوازې دومره ویلي دي چې ددې پېښې دقضایي پلټنو امر یې کړی دی