لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو تنظیمونه او وکیلان وایي د پاکستان په زندانونو کې د کرونا وایرس خپرېدو خطره ده


واشنګټن ــــ د بشري حقونو ځینو نړیوالو او ملکي تنظیمونو او د بندیانو کورنیو د پاکستان په زندانونو کې د زرګونو بندیانو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې وایي هسې نه کرونا وایرس ور پورې شي او په وړو جرمونو د تورنو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نړیوال تنظیم اېمنیسټي انټرنېشنل په وروستیو ورځو کې د پنجاب په زندانونو کې د بندیانو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې وو چې د لاهور په کېمپ جېل کې یو قیدي ته د دې ناروغۍ د ور پورې کېدو له کبله کرونا وایرس نورو قیدیانو ته هم د ور لګېدو سبب کېدای شي.

د یوې اندازې له مخې دا مهال د خیبرپښتونخوا په 33 غټو او وړو زندانونو کې هم 11500 بندیان دي چې په هغوی کې 300 ښځې دي، خو ویل کېږي چې په دغو زندانونو کې تر اووه نیم زره د زیاتو کسانو ګنجایش نه شته.‌

د پښتونخوا صوبي قانونپوهانو په وروستیو کې پېښور هایکورټ ته درخواست ورکړی چې په زندانونو کې موجود هغه بندیان دې د پاکستان د آیین او نړیوال قانون په بنیاد په ضمانت خوشي کړل شي چې مقدمې یې روانې دي او لا سزا شوي نه دي.

د پېښور هایکورټ وکیل سیف الله کاکاخېل وایي،‌ د صوبې هایکورټ او واړه عدالتونه باید په وړو جرمونو تورن بندیان سمدستي خوشي کړي او د کرونا وایرس د خپرېدو مخه ونیسي:

"هغه بله ورځ‌ مې له یو قیدي‌ سره خبره وشوه هغه ویل چې موږ ته یې ماسک او سنیټایزر خو غټه خبره ده صابون یې لا نه دی راکړی او موږ صابون پخپلو پیسو را غوښتی دی. په یو بارک کې ۱۱ کسان ساتل کېږي نو که یو کس ته وایرس ولګېد ټول به اغېزمن شي. د سټاف کسان هم ورته راځي له هغوی هم د وایرس ور لګېدو خطر دی".

د پښتونخوا د قدرتي آفتونو د مخنیوي ادارې (پي‌ ډي ایم اې) ویلي چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ یې د پېښور مرکزي‌ زندان ته 5000 ماسکونه، 200 سنیټایزر، 450 د صفایۍ کیټونه، 250 لیټره کلورین او نور حفاظتي شیان لېږلي‌ دي.

د خیبر پښتونخوا د زندانونو ځانګړی مرستیال تاج محمد ترند وایي، صوبایي حکومت د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر یې په زندانونو کې د قیدیانو د خوندي ساتلو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي دي:

"تر هر څه مخکې مو د قیدیانو ملاقاتونه بند کړي دي ځکه چې دا په احتیاطي تدابیرو کې ډېر ضروري وو، دویم دا چې وزیراعلی صاحب ته مو د قیدانو د دوو میاشتو قید د معافۍ درخواست ورکړی وو هغه منظور کړ او چې د کومو قیدیانو دوه درې میاشتې قید پاتې وو هغوی خوشي‌ شول".

په وروستیو کې اسلام اباد هایکورټ ته درخواست ورکړل شوی وو او د کرونا وایرس له کبله یې د بندیانو د خوشي‌ کېدو غوښتنه کړې وه، چې هایکورټ یې درخواست منلی وو او د 408 بندیانو د خوشي کېدو امر یې کړی وو، خو د دې فیصلې په خلاف سپریم کورټ ته د ورکړل شوي درخواست په نتیجه کې سپریم کورټ د دغو قیدانو خوشي کولو وځنډول.

اسلام اباد هایکور‌ټ ته په ورکړل شوي درخواست کې ویل شوي وو چې دا مهال د پاکستان په 114 زندانونو کې شاوخوا 48 زره هغه بندیان دي چې مقدمې یې روانې دي او په ضمانت خوشي کېدای شي.

په درخواست کې ویل شوي چې د هېواد په زندانونو کې تر ۶۰ کالو د زیات عمر 1527 بندیان دي، 2100 بندیان بېلابېلو بدني ناروغۍ، 2400 د ایډز یا ژیړي ناروغۍ او 594 ذهني ناروغۍ لري چې وایي د دوی لپاره د علاج اسانتیاوې بېخي کمې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG