لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړۍ هغه کوم ۱۸هیوادونه دي چې تر اوسه له کرونا وائروسو خوندي پاتې دي؟


دا مهال د نړۍ په ۲۰۴ؤ هیوادونو اؤ خپلواکه سیمو کې د کرونا وائروس وبا خوره شوې ده اؤ په اربونو خلک دخپلو کورونو دننه بند پاتې شوي دي خو ولې د نړۍ ۱۸هیوادونه داسې هم دي چې تر اوسه ددې وائروسو څخه خوندي پاتې دي.

دامریکا غږ د راپور له مخې په دغو ۱۸هیوادونو کې څلور ایشیایي هییوادونه یمن،شمالي کوریا،تاجکستان اؤ ترکمنستان هم شامل دي.

دافریقې څلور هیوادونه جنوبي سوډان،ساؤتومی اؤ پرنسپ لیسو تهوا اؤ کوموروز ته هم تر دې دمه دکرونا وائروس نه دي رسیدلي .

همدا شان اوشنیا په ۱۰ جزیرو سولومن ایي لینډز،وینو واټو،سموا،کیریباتي ،مائیکرونیشیا،ټونګا،مارشل ایي ،لینډز،پلاؤ،ټووالو اؤ نورو کې هم تر اوسه د کرونا یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې.

دیمن ابادي چې شاوخوا درېوؤ کروړو ته رسیږي دغلته دڅو کالو راهسې د روانې کورنۍ جګړې له امله د وګړو معائنات نه دي شوي چې ایا هغوئ په کرونا ناروغۍ اخته دي کنه؟

د دوه نیم کروړه ابادۍ لرونکي هیواد شمالي کوریا په ګاونډیو هیوادونو جنوبي کوریا ،چین اؤ جاپان کې دکرونا وائروسو ګڼ شمیر پېښې ریکارډ شوي دي خو په شمالي کوریا کې تر اوسه د یوې پېښې پخلی هم نه دی شوی.

ددې ترڅنګ ۴۲ خپلواکه سیمې یا جزیړې چې تر اوسه ورته دا وائروس نه دي رسیدلي په هغو کې لس د فرانس اؤ اووه د برتانیې دتسلط لاندې دي خو پخپله تراوسه فرانس کې شپږنیم زره اؤ برتانیه کې درې زره کسان دکرونا وائروسو له امله مړه شوي دي.

د تازه شمېرو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې 57 زره کسان له کرونا وایرسه مړه شوي او په دې ناروغۍ اخته کسان تر 10 لکه 74 زره زیات شوي. یواځې په امریکا کې دا ناروغي تر اوسه تر دوه لکه 65 زره زیاتو کسانو ته ور پورې شوې او تر 6 زره 7 سوه زیات کسان یې مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG