لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایټالیا او هسپانیه کې کرونا په کمېدو خو په امریکا کې په زیاتېدو ده


د برتانیې وزیر اعظم د کرونا له امله روغتون ته رسول شوی
د برتانیې وزیر اعظم د کرونا له امله روغتون ته رسول شوی

واشنګټن ډي سي: د برتانیې لومړی وزیر بوریس جانسن چې تېره اونی پکې کرونا وایرس مثبت شوی وو نن د ګل یا دوشنبې په ورځ هم د دوامداره لوړې ټبې له امله په روغتون کې وو.

د هغه دفتر دغه کار احتیاط بللی او ویلی یې دي چې دی اوس هم د حکومت مشري کوي.

په برتانیه کې د کرونا د وبا د نوي مرکز په توګه یواځې د یکشنبې یا اتوار په ورځ ددغه وایرس له امله تر ۶۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.‌

د اروپا په نورو برخو کې له اونیو ځپل کېدو او لاک ډون وروسته یو شمېر پرمختګونه لیدل شوي دي.

په ایټالیا کې چې تر ټولو زیات کسان مړه شوي دي د لومړي ځل لپاره په دوو اونیو کې تر ټولو لږ زیاتوالی رپوټ شوی او هسپانیه کې هم د نویو اخته شویو کسانو او مړو په شمېر کې ورځ تر بلې کموالی لیدل کېږي.

جنوبي کوریا چې یو وخت د کرونا وایرس له امله سخته ځپل شوې وه د ګل یا دوشنبې په ورځ یواځې د ۴۷ نویو پېښو راپور ورکړی خو ددغه هېواد د روغتیا وزارت مرستیال له خلکو غوښتي چې د وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې لا هم په کورونو کې پاتې شي.

کېم ګانګ لېپ ویلي، چې د ټیلیفونونو له معلوماتو ښکاري چې په دې ورستیو اونیو کې زیات خلک رسټورانټونو ته د باندې وتلي دي.

په ورته وخت کې د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش له حکومتونو غوښتي دي چې د ښځو د ژغورلو په برخه کې دې لازم ګامونه پورته کړي.‌

د راپورونو له مخې د کرونا له خپرېدو سره د مېرمنو په وړاندې کورنی تاوتریخوالی په وېرونکي توګه زیات شوی دی.‌

په داسې حال کې چې په ایټالیا او هسپانیه کې د کرونا په پېښو کې لږ کموالی راغلی خو په امریکا او بریتانیا کې یې اندېښنې اوس هم زیاتې دي.

په ګرده نړی کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۳ لکو ته په نږدې کېدو دي او څه باندې ۷۰۰۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

په ایټالیا کې په کوېډ ۱۹ باندې نږدې ۱۶۰۰۰ او په هسپانیه کې له ۱۳۰۰۰ زیات کسان مړه شو‌ي دي.‌

همدارنګه په امریکا کې هم په کرونا وایرس د مړو شویو کسانو شمېر لسو زرو ته په نږدې کېدو دی. په امریکا کې ټولټال ۳۳۶،۸۵۱ کسان په کرونا اخته شوي دي.

بل پلو اسوسیټېډ پریس خبری اداره راپور ورکوي چې د کرونا وایرس د خپرو له امله له ایران څخه افغانستان ته د لږ تر لږه دوه لکه افغانانو د ستنېدو بهیر په دې وروستیو اونیو کې پیل شوی دی.

راپور زیاتوي، افغانان له ایران څخه چې په نړی کې په کرونا د اخته لویو مرکزونو څخه ګڼل کېږي د وتلو او افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي چې دغه هېواد ورسره مبارزې ته هیڅ ډول تیاری نه لري.

اي پي خبري رسنئ وايي، راستنه شوي افغانان د کرونا وایرس لپاره نه معاینه کېږي او کېدای شي په افغانستان کې په پراخه کچه دغه وایرس خپور شي چې کنټرول یې ددغه هېواد د روغتیايي سیستم له توان څخه وځي.

افغان چارواکي وايي، دوی ویریږي چې ایران به شاخوا یو میلیون افغانان اړ کړي چې له ایران څخه ووځي.‌

د کډوالو نړیواله اداره آی او ام وايي، کابو یو نیم لک افغانان په مارچ کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په جان هاپکنز کې د کرونا وایرس مرکز وايي، په ایران کې تر ۵۸۰۰۰ زیات خلک په کرونا اخته دي او په افغانستان کې دغه شمېره ۳۶۷ ته رسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG