لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعلی محمود خان: "په مردان کې د کرونا د تشخيص جديد لېبارټري جوړوو"


پېښور ــــ د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان ويلي حکومت به یې په مردان کې د کرونا وايرس د مريضانو د تشخيص لپاره جديده ليبارټري جوړوي. وایي په دې اړه يوه کميټي هم جوړه کړی شوې او عملي کار هم روان دی.

محمود خان د نهې- سه شنبې په ورځ د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې جوړ د قرنطین مرکز دوره کړې او هلته د ساتل شوو مريضانو جاج يې اخیستی دی.

په عبدالولي خان پوهنتون کې جوړ قرنطين مرکز کې د کرونا مريضانو لپاره بېل بېل ځايونه جوړ شوي چرته چې مشکوک او تصديق شوي مريضان ساتل شوي دي.

د دورې په مهال خبريالانو سره په خبرو کې وزیراعلی وويل چې جديد لېبارټري به ژر جوړه شي او تر څه حده پرې کار هم شوی دی.

دا په داسې حال کې چې په مردان کې د کرونا په رنځ اخته معلومو مريضانو شمېر ۹۶ ته رسېدلی دی چې پکې شپږ غېرملکي وګړي هم شامل دي.

دا کسان د مردان په دوو لويو روغتونونو کې له نورو ناروغانو بېل کړی شوي او علاج يې روان دی.

دا وخت په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون تر څنګ د دې ښار تبليغي مرکز هم د قرنطین مرکز ګرځول شوی دی.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان په دغه موقع دا هم وويل چې دوی د طبي ماهرينو د ساتنې او د سامان لپاره اته اربه روپۍ ورکړي خو نوموړي وويل چې په بازار کې د سامان د نشتوالي له امله دوی د ستونزو سره مخ دي.

بل اړخ ته د طب ماهرین وایي په نړيوال بازار کې د طبي سامان بيې هم لوړې شوي او د يو وېنټي لېټر نرخ د شلو نه تر پينځويشت لکو ته رسېدلی دی.

د دې ترڅنګ د کرونا وايرس د راتلو وروسته د اېن ۹۵ ماسک بيه ۱۱۰۰ روپۍ ته زياته شوې.

ماهرين ويره څرګندوي چې ډېر هېوادونه به ونه کړی شي چې دا سامانونه واخلي او بيا په خېبرپښتونخوا کې اته اربه روپۍ دا ضرورتونه نه پوره کوي.

د خېبرپښتونخوا حکومت دا اعلان هم کړی چې د کرونا وايرس نه متاثره ۲۵ فيصده کورنيو ته به امداد ورکول کېږي د کوم لپاره چې د ۱۳ اربه روپو نه زياتې مختص کړی شوي دي. چارواکي وايي دا امداد به د ۲۰ لکه نه زياتو کورنيو ته ګټې ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG