لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې ډاکټرانو د حکومت سره د خبرو وروسته احتجاج ختم کړو


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د حکومتي پلاوي سره د خبرو وروسته ځوانانو ډاکټرانو احتجاج ختم کړو، دغو ډاکټرانو دوه ورځې وړاندې احتجاج کړی او پوليسو بيا په دوی ډنډې ورولې او نيولي يي وو.

د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر یاسر اڅکزي او د حکومتي پلاوي مشر غړ‎ي زمرک خان اڅکزي د خبرو وروسته مطبوعاتو سره خبرې وکړې او د زمرک اڅکزي په خبره د ډاکټرانو غوښتنې جایزې دي او حکومت منلې دي .

د زمرک اڅکزي په خبره د ډاکټرانو په غوښتنه به په ډاکټرانو د تشدد کونکو سرتیرو او روغتونونو ته تر میاده تیرہ دوایي ورکونکو خلاف پلټنې کوي او د قانون مطابق چلند به ورسرہ کوي.

ډاکټرانو د ایالت په روغتونونو کې د طبي اسبابو ، الاتو، او له کرونا وایرس د ځان ژغورنې ځانګړې جامې او په کنټریکټ ډاکټرانو د پخولوغوښتنې درلودې.

تیرہ ورځ د پولیس له لوري په ډاکټرانو هغه محال تشدد او ګرفتاري وشوہ کله چې ډاکټرانو د کوټې د اعلا وزیر د دفتر مخې ته د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاج کولو.

پولیسو د ډاکټرانو د ۴۰ پورې ملګري نیولي او بیا یې بیرته پرېښوده خو ډاکټرانو د پولیسو له تاڼو وتلو نه انکار کړی ؤ.

له حکومتي مزاکراتي پلاوي سرہ د کامیاب مزاکراتو ورستو ډاکټرانو د خپل احتجاج ختمولو اعلان وکړ‎ او له تاڼو ووتل.

د ډاکټر یاسر اڅکزي په خبرہ حکومتي پلاوي د دوی غوښتنې منلې دي او د پورہ کولو وعده یې ورسرہ کړ‎ې دہ ، وويل دوی هيله لري چې حکومت به خپلې کړ‎ې وعدې پورہ کړ‎ي او د ډاکټرانو ستونزې به حل کړ‎ي.

د ایالت اعلا وزیر جام کمال له مزاکراتو وروسته په خپل ټویټر پاڼه لیکلي مونږ‎ ټولو ته پکار دہ چې د دې چېلنج په ګډه مقابله وکړ‎و.

جام کمال ويلي د ينګ ډاکټرانو سرہ په کاميابو مذاکراتو خوشحاله یو، هغه ويلي، مونږ‎ تل د خپل وس مطابق پورہ پورہ ښه کړ‎ي دي او کوو به یې.

هغه زیاته کړ‎ې چې د صحت او د ډاکټرانو د ښېګړې لپارہ هر څه کولو ته تیار یو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG