لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کرونا د اخته کسانو شمېر له یو نیم میلیون څخه زیات شو


پداسې حال کې چې چین ، سویلي کوریا او یو شمیر نورو هیوادونو د کوويډ-19 مړینو او د نوي پیښو کمیدو راپور ورکړل شوی د نهې یا سه شنبې په ورځ په انګلستان ، فرانسه ، یو شمیر ختیځ اروپایي هیوادونو ، سویډن ، جاپان او امريکا کې په مړينو او په پیښو کې زیاتوالی راغلی.

د امریکې دجان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ ۱۸۴ هېوادونو ته خپور شوي دې وايرس تراوسه پورې 87 زره څخه زيات کسان مړه کړي او شاو خوا 15 لاکه کسان په دې وايرس اخته شويدي. درې لاکه 18 زره کسان د کرونا وايرس نه ښه شوي هم دي.

د امريکا چارواکو امريکايانو ته خبردارې ورکرې چي پدې اونۍ کي د کورونا وائرس د مړينو شمير خطرناک حد ته رسيدی شي.

د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امريکا کې په کرونا وايرس اخته کسانوشمېره شاو خوا 4 لاکه، 20 زره ته رسېدلې ده. 14زره څخه زيات کسان مړه شوي او 23زره ترې ښه شوي هم دي.

نيويارک ايالت دا مهال په امريکا کي د کورونا وائرس د وبا مرکز دۍ. د رويټرز خبري ادارې ترمخه د نيويارک ښار چارواکو خبرداری ورکړی چي د هغه ناروغه خلکو کوم چي په خپل کورونو کي مړه کيږي د مړينو شميرکي زياتوالي راغلی دی او دا امکان لري چي هم دغه شمير له وجي دا څرګندول ګران دي چي څومره خلک د دۍ ناروغي څخه مړه شوي .

د نيويارک مئير بل ډي بلازيو يوۍ غونډي ته وويل چي د امريکا تر ټولو ګڼ نفوس ميشته ښار نيويارک کي د کورونا وائرس څخه ناروغو خلکو روغتونو ته راتلل کم شوي او د وينټيليټرونو اړتيا د اټکل شوي کچي څخه ټيټه شوي د

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه يواځې په نيويارک ښار کې 4 زره 500څخه زيات کسان کرونا وايرس مړه کړي او د 77 زرو نه په زياتو خلکو کي د وايرس پخلی شوی .

چهارشنبه، په ووهان کې د خوشحالۍ ورځ وه، په زرګونو خلک چې مخونه یې په ماسکونو پټ وو د ښار لارو کوڅو ته راوتلي وو ځکه چې د کرونا وایرس خطر د کمېدو وروسته په ووهان کې لاک ډاون یا په حرکت پابندي د ۷۶ ورځو نه پس لېرې کړی شوه.

د برطانيې وزيراعظم بورس جانسن دويمه شپه هم په آئي سي يو کي تيره کړه خو د وزيراعظم ترجمان وائي چي هغه علاج روان دې او صحت ئي مستځکم دې. په برتانیه کې له کرونا څخه 7000 نه سيوا خلک مړه او شاو خوا 61 زره خلک پري اخته شوي دي, 339 کسان تري بيرته روغ شوي هم دي.

دا وخت په اټلي کې کرونا وايرس تر ټولو زياتې مړينې کړي چې شمېره يې ۱۷زره، 669 ده، د وائس آف امريکه د انګريزي څانګي تر مخه د کورونا وائرس د وريري سږ کال د روم ښار په ګډون د کيتهولک عيسائيانو مقدس ځاۍ ويټيکن سټي هم لکه د صحرا په رنګه دۍ .په اټلي کې شاو خوا يو لاکه 39 زره 422خلک ناروغه, او 26,491 کسان تري بيرته روغ شوي هم دي.

له کرونا ویرس څخه د 10,869 مړینو څخه وروسته فرانسه په نړۍ کي د مړينو په شمير کي څلورم هیواد شو . په فرانس کې له کرونا څخه شاو خوا يو لاکه 14 زره خلک په کورونویرس اخته شوي دي, 21,440 کسان تري بيرته روغ شوي هم دي.

په اسپين کي شاو خوا 14 زره 673 , په جرمني کي 2 زره 192 , او په ايران کي شاو خوا 3 زره 993 کسان له کورونا وائرس څخه مړه شوي دي

XS
SM
MD
LG