لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي د ټولو بنديوانو خوشي کېدو پورې بېن الافغاني خبرې نه شي کېدی


افغان طالبانو ویلي، افغان حکومت له به د بېن الافغاني خبرو پېل کولو دپاره ټول پينځه زره طالب بنديوان خوشي کول وي.

د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهېل شاهين ويلي دوی غواړي چې د کابل حکومت د سولې د تړون ترمخه ټول بنديوان خوشي کړي او په دې عمل کې هيڅ خنډ نه جوړول نه دي پکار.

د وي او ای د اردو څانګې د خبر ترمخه شاهين ويلي د پينځه زره بنديوانو خوشي کولو د سولې د موافقنامې برخه ده او له دغې پرته بېن الافغاني خبرې نه شي پېل کېدی.

د نهې، سه شنبې په ورځ طالبانو په افغان حکومت تور لګولی چې د بنديوانو د خوشي کولو په عمل کې د وروسته والي بهانې کوي خو پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ افغان حکومت ۱۰۰ طالبان خوشي کړي دي.

د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند محمد فېصل ويلي، د ولسمشر اشرف غني د فرمان ترمخه نن نور ۱۰۰ تنه طالب بنديوان د بګرام له زندانه خوشي کولی شي.

راپورونه وايي د ملي امنيت د شورا سلاکار حمدالله محب په کابل کې د هغو بهرنیو سفیرانو سره لیده کاته کړي چې په افغانستان کې يې ځواکونه موجود دي محب د دوی سره د طالب بنديوانو د خوشي کولو او نورو اړونده موضوعاتو باندې خبرې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG