لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ای ایم ایف را روانه اوونۍ پاکستان ته د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره 1.4 اربه ډالر ورکوي


واشنګټن ــــ د پیسو نړیواله اداره (ای ایم ایف) د پاکستان تر غوښتنې وروسته پلان لري چې را روانه اوونۍ د کرونا وایرس د مخنیوي او اقتصادي ښېګړې لپاره اسلام اباد ته 1.4 اربه ډالر ورکړي، چې څېړونکي یې‌ په اوسني وخت کې یوه ښه مرسته ګڼي.

د عرب نیوز د رپوټ له مخې د دې اقتصادي مرستې مقصد د کرونا وایرس له کبله د پاکستان اقتصادي ځوړتیا ته په کتو د دې هېواد د بهرني تجارت دوه اړخیزې ذخیرې زیاتول او په بجټ‌ کې مرسته کول دي.

د پاکستان حکومت تېره میاشت له ای ایم ایف څخه غوښتنه کړې وه چې د پورونو د ژر کولو عمل (آر ایف ای) لاندې دې قرضې ورکړي چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره وکارول شي.

د ای ایم ایف دغه مرسته د پاکستان خراب اقتصاد ته څه ګټه لرلای شي، مشر جرنلسټ فدا حسېن وي او اې ته وویل، "په داسې حالاتو کې چې اوس پاکستان یا نور هېوادونه ورسره مخ دي ای ایم ایف مرسته کوي خو له ای ایم ایف نه د پاکستان تمه دا ده چې د کرونا له وجې ورته زیاته مرسته ورکړل شي".

په پاکستان کې د پیسو د نړیوالې ادارې استازې تریسا ډېبن عرب نیوز ته ویلي، د پاکستان پر غوښتنه کار روان وو او ټاکل شوې دغه 1.4 اربه ډالره مرسته به را روانه ورکړل شي، چې پاکستان یې د کرونا وایرس د مخنیوي پر چارو ولګوي.

د ای ایم ایف د بیړنیو پورونو څانګه (آر ایف ای) خپلو غړو هېوادونو ته د قدرتي آفتونو، جګړو او وبایي ناروغیو د مخنیوي لپاره په سختو حالاتو کې بیړنۍ مرسته ورکوي.

دغه نوی پور د ای ایم ایف له خوا پاکستان ته له ورکول کېدونکي ۶ اربه ډالر پور علاوه دی چې د تېر کال له جولای پیل شوی او په درو کلونو کې به پوره کېږي. داسې رپوټونه هم مخې ته راغلي چې پاکستان به د دغو شپږ اربه ډالرو په اړه له ای ایم ایف سره خبرې کوي.

اقتصادپوه پروفیسر منظور احمد وایي، د دغو قرضو په اړه له ای ایم ایف سره خبرې دا ګټه لرلای شي چې د پاکستان لپاره د قرضې قسطونه نور هم اسان شي:

"د قرضې په اړه بیا خبرې کول دا مانا لري چې هغوی [ای ایم ایف] پاکستان ته خپل شرایط را نرم کړي یعنې قسطونه یې اسان او واړه کړي، د سود شرحه یې را کمه کړي او د قرضو شرایط نرم کړي دا پاکستان ته فایده کوي".

د کرونا وایرس له کبله په لاک ډاون کې د بې روزګاره شویو او غریبو خلکو لپاره وزیراعظم عمران خان تېره میاشت د 1200 اربه روپیو مرستې اعلان کړی وو چې د مارچ پر ۳۱مه کابینې منظور کړی وو.

په اوسني وخت کې د پاکستان لپاره نړیوال بېنک یو ارب ډالر پور او اېشیایي پرمختیایي بېنک یونیم ارب ډالر مرسته منظوره کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG