لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متیو مېلر: امریکا د عمران خان په ګرفتارۍ هیڅ پوزیشن نه لري


د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر وایي د پاکستان تحریک انصاف ګوند د باني عمران خان د ګرفتارۍ په اړوند په معاملاتو امریکا هیڅ پوزیشن نه لري اؤ دا هغه معاملې دي چې فیصله یې پخپله د پاکستان حکومت ته کول دي.

تېره ورځ د پریس برېفنګ په مهال د خارجه محکمې ویاند ویلي امریکا د ترهګرۍ د ګډ ګواښ د مقابلې لپاره د پاکستان سره په ګډه کار کولو ته ژمن ده.

تر دې وړاندې اوړمه ورځ خارجه ویاند متیو مېلر ویلي وؤ،

روانه اوونۍ په پاکستان کې د امریکې سفیر دونلډ بلوم د تحریک انصاف ګوند د مرکزي عمومي سکتر عمر ایوب، د قامي اسمبلۍ د پخواني سپیکر اسد قیصر اؤ ځېنو نورو مشرانو سره لیدنه کړې وه.

تر دغې لیدنې وروسته د تحریک انصاف ګوند ویاند پخپل بیان کې ویلي وؤ چې امریکایي سفیر سره لیدنه کې په ملک کې د بنیادي بشري حقونو په وضعیت اؤ معیشت د خبرو تر څنګ د یاد ګوند د باني عمران خان، د هغه د مېرمنې اؤ نورو سیاسي بندیانو په ضد د روانې سیاسي انتقامي لړۍ په اړه هم خبرې شوې دي.

خو اوړمه ورځ چې کله د خارجه محکمې د ویاند متیو مېلر نه ددغه لیدنې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه ویلي وؤ چې پاکستان کې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم د مخالفو ډلو د مشر عمر ایوب اؤ ځینو نورو سیاستمدارانو سره لیدنې کړې دي چې په دغو لیدنو کې په اقتصادي اصلاحاتو، انساني حقونو، سیمه ییز امنیت اؤ دوه اړه خیزه اړیکو باندې خبرې اترې شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي متیو مېلر وویل نورو وطنونو ته د تګ په انتظار پاکستان کې د میشتو کډوالو د حفاظت په معامله امریکا د پاکستان سره په تماس کې ده تر څو ددغو کډوالو خوندي اؤ موثره اباد کاري باوري کړل شي.

د ویاند وینا وه چې واشنګټن به د هرې ستونزې اؤ اندېښنې ختمولو لپاره اسلام اباد سره کار کولو ته دوام ورکوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG