لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان او هند د کرونا وایرس د مخنیوي په وخت هم د کشمیر پر سر شخړه روانه ساتلې


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې د نورې نړۍ غوندې پاکستان او هند هم د کرونا وایرس د مخنیوي په هلو ځلو بوخت دي، دا دواړه رقیب هېوادونه د کشمیر پر سر په شخړه بوخت دي او د پولې دواړو غاړو ته پر یو بل بریدونه کوي.

رایټرز خبري ایجنسۍ د هندي پوځ د معلوماتو له مخې وایي، چې د پاکستان پوځ یواځې په تېره مارچ میاشت کې د هغې جنګ بندۍ ۴۱۱ ځله سرغړونه کړې چې په ۲۰۰۳م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ‌ شوی وو. رایټرز دا تر ټولو غټ‌ شمېر ګڼلی، وایي هندي پوځ د تېر کال په مارچ میاشت کې د پاکستان له خوا د ۲۶۷ سرغړونو دعوه کړې وه.

خو د پاکستان پوځ‌ دا دعوه ردوي او وایي تل د هند پوځ‌ لومړی ځل برید پیل کړی دی. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ای ایس پي‌ آر) ویاند مېجر جنرل بابر افتخار رویټرز ته ویلي:

"د پاکستان پوځ هیڅ وخت پر لاین آف کنټرول باندې د ډز بندۍ د سرغړونې ګام نه دی اخیستی، بلکې تل یې په مناسبت انداز د هندي پوځ‌ ناببره ډزه ته جواب ویلی دی".

د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار بیا دعوه کړې چې دوی د روان ۲۰۲۰م کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې د هندي پوځ‌ له خوا د جنګ بندۍ د سرغړونې ۷۰۵ پېښې ثبت کړې دي، خو هندي پوځ بیا په همدومره موده کې د پاکستان له خوا ۱۱۹۷ سرغړونې ثبت کړې دي.

رایټرز خبري ایجنسۍ لیکي چې د دواړو هېوادونو له خوا د جنګ بندۍ د سرغړونو دغه دعوې په ازاده توګه نه دي تایید شوې.

د پاکستان د پوځ‌ د عامه اړیکو دفتر د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یو بیان کې دعوه کړې چې د هند یو کواډکاپټر (څرخکه) یې را غورځولی چې وایي د ۶۰۰ میټره پاکستاني فضایي حدود ته دننه د جاسوسۍ لپاره ور لېږل شوی وو.

د رایټرز خبري ایجسنۍ د خبر له مخې د هندي پوځ څلورو چارواکو ویلي، ګډې پولې ته څېرمه له روغتیایي کېمپونو سره د پاکستاني پوځ مرسته او خوراکي توکي وېشل په اصل کې د هند تر ولکه لاندې کشمیر ته د پاکستان د ملاتړ لرونکو ډلو ور اړول دي. له دغو پوځي افسرانو څخه یوه- چې د نوم څرګندېدو اجازه یې نه لرله- رایټرز ته ویلي:

"د جنګ بندۍ په سرغړونو کې زیاتوالی د دې اشاره ورکوي چې پاکستان غواړي د کشمیر درې ته وسلوال را ولېږي".

په پاکستان کې دا مهال ۴۴۱۴ تنه په کرونا وایرس اخته دي او ۶۴ مړه شوي دي او په هند کې ۶۲۳۷ تنه په دې ناروغۍ اخته دي او ۱۸۶ تنه مړه شوي دي او د دواړو هېوادونو پوځونه د خپلو حکومتونو تر څنګ د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د مرستو کارونه کوي.

رایټرز د هندي استخباراتو د یو رپوټ له مخې لیکلي چې د پسرلي په راتګ سره د هند تر ولکه لاندې کشمیر ته د وسلوالو ورتګ زیات شي. یوه هندي امنیتي چارواکي ویلي، د یوې اندازې له مخې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ وسلوال تیار دي چې د پاکستان له غاړې ور واوړي.

"همدا وخت دی چې زموږ د (پولې) اغزن تار د ژمي د واورو له کبله د پېښ شوي زیان په نتیجه کې کمزوری شي".

د تېر ګل- دوشنبې په ورځ د هند پوځ‌ په یو بیان کې دعوه کړې وه چې ګډې پولې ته څېرمه د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې یې د پاکستان د ملاتړ لرونکو ډلو څلور وسلوال وژلي، وایي د ډزو په تبادله کې د دوی د ځانګړو ځواکونو پینځه پوځیان هم وژل شوي وو.

پاکستان تل په کشمیر کې د وسلوالو د ملاتړ تورونه رد کړي، خو وایي دوی د خودمختارۍ لپاره د کشمیر د خلکو اخلاقي او سفارتي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG