لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: له کرونا اغېزمنو غریبانو لپاره یوې کورنۍ ته د حکومت میاشتنۍ 12000 روپۍ مرسته پیل شوه


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د کرونا وایرس په نتیجه کې د هېواد د ټولو ښارونو د بندېدو له کبله په لکونو خلک بې روزګاره شوي، چې حکومت له دغو بې روزګاره شویو او نورو غریبو خلکو سره د مرستې لپاره د 144 اربه روپیو مرستې اعلان کړی وو او دغه مرستې نن د مارچ پر ۹مه پیل شوې.

د حکومتي مرستې د دغه "احساس پروګرام" له مخې به یو کروړ شل لکه غریبو کسانو ته د کورنۍ پر سر د میاشتې 12 زره روپۍ ورکول کېږي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي:

"په هېواد کې په دومره لویه پیمانه د ټولنې په مجبوره خلکو کې د نغدو روپیو وېشل بې له شکه زموږ د حکومت یوه لویه کارنامه ده، په راتلونکو دوو اوونیو کې به په 12 میلینه کورنیو کې 144 اربه روپۍ و وېشو".

د تحریک انصاف ګوند د حکومت له خوا د پیل شوي "احساس پروګرام" مشره ثانیه نشتر وایي،‌ تر اوسه ورته د مرستې تر لاسه کولو لپاره درې کروړه 50 لکه درخواستونه ورته راغلي دي.

څېړونکي نظر لري چې دا مرستې به هماغه کسانو ته ورکول کېږي چې "بې نظیر اانکم سپورټ" پروګرام له مخې یې مرستې اخیستې، خو مېرمن ثانیه نشتر وایي له کرونا وایرسه د بې روزګاره شویو نویو اغېزمنو کورنیو د انتخاب او چاڼ نوې طریقې یې ټاکلې دي.

ثانیه نشتر وایي چې په هېواد کې د غریبو کورنیو معلومات به را غونډوي او وروسته به یې تصدیق د شماریاتو د مرکزي ادارې او نورو ادارو په مرسته کوي، خو د پښتونخوا د شماریاتو د ادارې یو اعلی افسر فاروق خان وایي په هېواد کې د غربت او بېوسۍ کره شمېر نه شته او په 2014م او 2015م کلونو کې د غربت په اړه شوې سروې یواځې ولس ته د رسېدونکي آمدن، مصرف او سهولیاتو په بنیاد شوې ده چې وایي دا له کرونا وایرسه د غېزمنو کسانو د معلومولو کره پیمانه نه شي کېدای:

"پکار خو دا ده چې لومړی د غریب تعریف وشي چې غریب څوک دی هغه چې د ورځې یې تر ۱.۷۵ ډالر کم آمدن وي، د غربت معلومولو چې دا کومه غیرمستقیم پیمانه ده زما په خیال په دې توګه هغه کسان نه شي په ګوته کېدای چې له لاک ډاون نه متاثره شوي دي".

د پاکستان د شماریاتو د ادارې د شمېر له مخې په هېواد کې 38.8 فیصده ابادي غریبه شمارل کېږي خو د غربت تر کرښه لاندې خلک 24 فیصده دي. فاروق خان وایي دا شمېرې نېغ په نېغه د غربت او نېستۍ د پیمانې نه دي ځکه چې وایي د کرونا وایرس له کبله هغه خلک هم اغېزمن شوي چې روزګارونه یې کول:

"له 15 تر 20 فیصده هغه خلک دي چې کار کوي او په ورځنۍ مزدوري یې د کول چوله بله وي، لکه ګلکار، ترکاڼ، رنګساز او مستریان د دوی ټولو کار بند شوی دی نو په دې حساب سره خو 60 فیصده غریبان شو".

له کرونا وایرسه اغېزمنو غریبو کورنیو ته د مرستې دغه پروګرام د پاکستان په ټولو صوبو کې په یوه ورځ پیل شو چې د هرې کورنۍ په استازیتوب یوې ښځې ته د بایو مېټرک سیسټم له لارې تر ګوتې لګولو وروسته ورکول کېږي چې د حکومت په وینا هیڅ ډول سیاسي مداخلت پکې نه شته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG