لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: افغان حکومت دې د داعش خراسان ډلې مشر اسلم فاروقي را وسپاري


واشنګټن ــــ پاکستان له افغان حکومته غوښتي چې په وروستیو ورځو کې نیول شوی د داعش خراسان ډلې مشر عبدالله اورزکزی مشهور په اسلم فاروقي دې د نورو پلټنو لپاره ور وسپاري.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د پاکستان دې غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر یې ور بللی او د اسلم فاروقي د نیول کېدو په اړه یې د پاکستان دریځ ورته وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عایشقه فاروقي وایي، افغان سفیر ته یې د داعش خراسان ډلې د عملیاتو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې وایي ښکاره د پاکستان زیان رسوونکې دي. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي:

"دا چې اسلم فاروقي په افغانستان کې د پاکستان په ضد چارو کې لاس درلود، نو هغه باید د نورو پلټنو لپاره پاکستان ته و سپارل شي".

د افغانستان استخباراتي‌ ادارې ملي امنیت د مارچ پر ۵مه دعوه کړې وه چې ځانګړو ځواکونو یې په ځانګړو عملیاتو کې د افغانستان لپاره ټاکل شوی د داعش خراسان ډلې مشر عبدالله اورکزی (اسلم فاروقي) له خپلو ۱۹ نورو ملګرو سره نیولی وو.

افغان استخباراتو د نیول شویو داعش وسلوالو تړاو په ښکاره له کوم هېواد سره نه وو ښوولی شوی خو ویلي یې وو چې اسلم فاروقي او ملګرو یې په لومړنیو پلټنو کې ورته منلې ده چې "د سیمې له استخباراتو" او همدارنګه لښکرِ طیبه ډلې او حقاني شبکې سره یې اړیکې لرلې.

د بهرنیو چارو وزارت افغان سفیر ته ویلي چې پاکستان او افغانستان دواړه باید د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د ټاکلیو تګلارو په وسیله یو د بل ملګرتیا وکړي.

داعش خراسان ډله په وروستیو کلونو کې په پاکستان او د افغانستان په ختیځ‌ کې فعاله ده او په وروستیو ورځو کې یې په کابل کې د سیکانو پر ګردواره د وسلوال برید ذمه واري هم پر غاړه اخیستې وه، چې ۲۵ تنه پکې وژل شوي وو.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د مارچ پر ۷مه د افغانستان پر حکومت ږغ کړی وو،‌ چې د داعش پر نیول شوي مشر عبدالله اورکزي دې په جنګي جرمونو کې د ککړتیا په تور مقدمه جوړه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG