واشنګټن ډي سي: د جرمني چانسلرې انګیلا مرکل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، په دغه هېواد کې د کرونا وایرس وروستیو شمېرو داسې هیله پیدا کړې چې کرونا دغلته په کمېدو ده.
د جان هاپکنز د راپور له مخې په جرمني کې د کوېډ ۱۹ ناروغی ۱۱۳۲۹۶ پېښې رپوټ شوې چې تر ۲۳۰۰ زیات یې مړه شوي دي.
مېرمن مرکل په برلین کې یوې خبري غونډې ته وویل، له شمېرو داسې ښکاري چې د کرونا د نویو پېښو په زیاتوالی کې کموالی راغلی.
هغې وویل، د کرونا د مخنیوي لپاره د لګېدلو محدودیتونو لا زیات ټینګېدل ښايي ضروري نه وي خو په ورته وخت کې هغه په دې باور ده چې ددغو محدودیتونو اسانه کول به یوه غلطي وي.
په جرمني کې ښونځي، بارونه، اکثره دوکانونه او داسې نور ځایونه تړل شوي دي او له دوو کسانو څخه د زیاتو کسانو په راټولېدو باندې هم بندیز لګول شوی.
مېرکل وویل، د دې اونی په پای کې د عیسویانو د اختر یا ایسټر پر مهال باید لګېدلي محدودیتونه همداسې پر ځای پاتې شي او که ورته پام و نه شي نو د کرونا په وړاندې شوی پرمختګ به له منځه ولاړ شي.
اغلې مېرکل زیاته کړه چې هغه به د کرونا په اړه له خپلې کابینې او بیا د سیمې له حکومتونو سره د حالاتو د ارزولو په اړه خبرې وکړي.