لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: کرونا وايرس د رکشې چلوؤنکی دياړۍ ته اړ کړی


فضل دين د رکشې ډرائيور
فضل دين د رکشې ډرائيور

پېښور کې يو رکشه چلوؤنکی وايي حکومت چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په ګاډو، رکشو او نور ټرانسپورټ بندیز لګولی دی د هغه سره د ګټې وټې بله لاره نه ده پاتې اوس به د ورځې خوارۍ دياړۍ ته لاس اچوي.

څلور دیرش کلن فضل دین نن هم خپله رکشه مزدورۍ له راويستې او د ګلبرګ په یوه کوڅه کې د سورلۍ په انتظار دی.

فضل دین وايي د پیښور سواتو دروازه سیمه کې په پينځه زره روپۍ د کرایې کور کې سره د خپلې میرمن او دریو ماشومانو اوسیږي. وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يې وويل، "ما به دوه ماشومان سکول ته وړل راوړل د هغې به راته درې زره روپۍ د میاشتې میلاویدې او ټوله ورځ د رکشې په چلولو به مې شپږ اته سوه روپۍ نورې روزانه ګټلې، خو اوس د تیرو شلو ورځو راهسې مزدوري ډیره خرابه شوې ده. "

هغه وايي د غټو لارو لکه جي ټي روډ، صدر، یونیورسټي روډ او داسې نورو علاقو ته يې ټریفک والا نه پریږدي او دلته په کوڅو کې هم سورلۍ کمې شوې دي.

"څه به کوو بس دې رکشه کې په دې نمر کې ناست یم په دې طمع چې سورلۍ به راشي سل پنځوس روپۍ به وګټم او کور ته به لاړ شم".

فضل دين زياتوي "د ښې بدې لپاره مې لس پنځلس زره روپۍ بچت کړې وې اوس مې د کور خرچو چلولو لپاره په هغې لاس پورې کړی دی ځکه چې د کور د ګټې وټې یوازینی بنده یم. وايي ډیر د رکشو دوستان پیژنم چې هم داسې حالاتو سره مخ دي او نه پوهیږو چې دا بیماري به کله ختمیږي او ژوند به یو ځل بیا خپل ډګر ته راشي".

ددې پوښتنې چې آیا د رکشې چلولو په ځایې کوم بل کار شروع کولو اراده خو نه لرې، فضل دین وایي

"بل څه کار به څه شروع کړو هر څه بند دي نو.خلق وایي د کور نه بهر به نه راوځې ځکه چې بیماري لګي خو د کور نه چې نه راوځو نو بیا هم نه کیږي اوس به دیاړي شروع کوم ځکه چې دې کې ګزاره ګرانه ده".

هغه وایي حکومت ناداره خلقو سره د خوراکي توکیو او نقدو پیسو د کومک اعلان کړی دی خو ماته تر دې دمه هیڅ هم نه دي راکړل شوي.

د پیښور د ټریفک او ټرانسپورټ محکمې وایي په ښار کې تر ۴۰ زرو پورې رکشې قانوني اسناد لري او ګرځي خو بل پلو ته هم به دومره شمېر کې ناقانونه رکشې په پیښور کې ګرځي او دا ټول تر ۸۰ زرو پورې د رکشو ډرایوران په جزوي توګه بې روزګاره شوي دي.

په پاکستان کې د حکومتي شمېرو تر مخه ۲۴ فیصده خلک د غربت د کرښې نه لاندې ژوند کوي او د پاکستان د بیورو آف سټیټسټکس یا شماریاتو د محکمې مطابق ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ م کې د بیروزګارۍ شرحه ۵ فیصده وه.

د پاکستان پخوانی د خزانې وزیر حفیظ ای پاشا ویره څرګنده کړې ده چې سږ کال به دا شرحه اته فیصدو ته لوړه شي او ایشین ډیویلپمنټ بنک وایي کرونا وایرس به د پاکستان اقتصاد ته د ۵ اربو امریکایي ډالرو نه زیات زیان ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG