واشنګټن ــــ په پاکستان او نوره نړۍ کې عیسایان سږ کال په داسې وخت کې خپله مذهبي خوشالي ایسټر یا اختر په سادګۍ سره لمانځي، چې د بیت المقدس په ګډون په امریکا او نوره نړۍ کې اکثره کلیساګانې بندې دي.
د اپرېل ۱۲مه په ټوله نړۍ کې د عیسایانو د مذهبي تهوار ایسټر ورځ وي چې په ډېر جشن سره لمانځل کېږي خو سږ کال د کرونا وایرس له کبله دا ورځ په سادګۍ لمانځل کېږي او عیسایان کلیساګانو ته د مذهبي مراسمو لپاره نه شي تلای.
په پاکستان کې مېشت عیسایان چې اکثره یې په ښاروالیو یا میونسیپلټیو کې د خاکروب دندې لري، وایي د کرونا وایرس له کبله په ټولبند (لاک ډاون) کې دوی هم زیات اغېزمن شوي ځکه چې وایي په داسې وخت کې یې روزګارونه و درېدل چې ایسټر یې په را رسېدو وو.
عامر ګیل په اسلام اباد کې مېشت یو عیسایي دی چې هلته په یوه کور کې د صفایي کار کوي، هغه وایي د کرونا وایرس له خپرېدو سره د کور خاوند له خبرداري پرته له کاره و ایست. ګیل له رایټرز خبري ایجنسۍ سره په مرکه کې ویلي:
"موږ ته په عامو حالاتو کې هم څوک نه را نیژدې کېدل او اوس خو د کرونا وایرس له کبله شتمن خلک فکر کوي هسې نه [موږ] غریبان دا وایرس د هغوی کورونو ته وروړو".
له عامر ګیل پرته په پاکستان کې د نورو مزدورکاره خلکو غوندې ګڼ شمېر هغه عیسایان هم بې روزګاره شوي چې ورځنۍ مزدوري یې کوله. دغه عیسایان وایي په داسې وخت کې یې کارونه په ټپه و درېدل چې مذهبي خوشالي یې را رسېدلې وه او بچیو یې د ایسټر لپاره نوې جامې ځنې غوښتې. ګیل وايي:
"بچي مې د ایسټر لپاره د نویو جامو او پېزارو غوښتنه رانه کوي خو زه هغوی ته وایم چې سږ کال زموږ ایسټر نه شته".
عیسایان د پاکستان د ابادۍ دوه فیصده برخه دي چې اکثر یې په ښارونو کې د خاکروب، د صفایي د کارکوونکو او په بازارونو کې د جارو وهونکو په توګه کار کوي او په وړو وړو کورونو کې ژوند کوي.
کرونا وایرس د مسلمانانو د مقدسو ځایونو مکې او مدینې غوندې د عیسایانو مذهبي عبادتخانې هم بندې کړې دي چې له کبله یې سږ کال د ایسټر مراسم پکې د نورو کلونو غوندې نه تر سره کېږي.
د پاکستان تحریک انصاف حکومت په هېواد کې د کرونا وایریس له کبله په لاک ډاون کې بې روزګاره شویو کسانو ته د ۱۴۴ اربه روپیو د مرستې فنډ اعلان کړی چې یوې کورنې ته ۱۲ زره روپۍ ورکوي. پاکستاني عیسایان وایي، هیله من دي چې دوی ته به هم حکومت دغه مرسته ورکړي.