لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت دې د کاروبارونو روانولو دپاره تګلاره جوړه کړي، د پېښور تاجران


د پېښور تاجران وايي چې د صوبايي حکومت نه يي د مالي مرستو، او د لاک ډاون ختمولو د پاره د يوې داسې تګ لارې جوړولو غوښتنه کړې چې ورسره کاروبارونه هم نور اغېزمن نه شي او د کرونا وايرس د وبا مخنيوی هم وشي.

په پېښور کې مېشت يو کاروباري غلام علي وي او ای ډيوه ته وويل چې د لاک ډاون يا ټول بنديز له امله کارباري خلک او خواريکښ ډېر اغېزمن شوي دي، اوس په دغو خلکو کې دومره توان نيشته چې د حکومت د مرستو پرته خپل دوکانونه نور تړلي وساتي۔.

"مونږ (حکومت) ته وايو چې تاسو مرستې ورکوئ نو په ټېکسونو کې ورکړئ، تاسو هغو ته د کرايه په صورت کې ورکړئ، که هغوی ګورنمنټ (حکومتي) کرايه دار وي نو درېو مياشتو دپاره ورته کرايه معاف کړئ، تاسو دوي ته اووايئ چې بېنک ته لاړ شي او ضمانت ورکړي او بلا سود دوه لاکه، درې لاکه قرضې واخلئ د يو کال د پاره دې سره به دې خلکو ته د ذهني سکون سره سره، کاروبار به خرابيږې نه، وده به کوي".

په پېښور کې د سرحد چېمبر آف کامرس پخوانی مشر او صنعت کار حاجي محمد افضل وايي که چرې صوبايي حکومت په بېلا بېلو پړاونو کې د مارکيټونو پرانستولو امر وکړي نو دې سره به کاروباري خلک د نور زيان نه بچ شي او د کرونا وايرس مخنيوې به هم مکمن شي.

" پېښور ښار چې دی هغه مونږ اته بجې خلاصوؤ او دوه بجې يې بندؤ، صدر او يونيورسټې روډ چې دي هغه مونږ دوه بجې کولاؤ کړو او اته بجې يي بند کړو مطلب شپږ شپږ ساعته وخت ورکوؤ، مونږ دې ته هم تيار يو چې د خپل بازار د مشرانو سره به کښېنو او چې مونږه خپل نيم بازار يو روځ کولاؤ کړو او نيم په بله ورځ کولاؤ کړو".

تاجران وايي چې د صوبايي حکومت يوې کمېټۍ چې پکې حکومتي غړي او د اړونده ادارو افسران موجود وو هغو ته يې دا ټولې غوښتنې وړاندې کړي دي.

د پېښور صدر د تاجرانو د اتحاديي مشر مجيب الرحمان وي او ای ډيوه ته وويل چې که چرې صوبايي حکومت د دوي غوښتونو ته عملي شکل ورنکړو نو ډير زر به تاجران مارکيټونه يوځل بيا پرانيزي.

" مونږ حکومت ته دا وايو چې تاسو وړو تاجرانو ته ګرانټس يا مالي مرستې ورکړئ او په بلونو کې نرمي راولئ او په لاک ډاون کې کښېنۍ د تاجر مشرانو سره او يوه داسې فېصله وکړئ چې دې خلکو ته اسانتيا پېدا شي، که چرې دا ونه شوه نو مونږ دړکه نه ورکوو خو د پاکستان تاجران دې څيز ته تيار دي چې مونږه به د ۱۵ تاريخ نه پس خپل دوکانونه پرانيزو چې زمه وار به يي حکومت او ادارې وي".

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ټاکلې شوې کمېټې تاجرانو ته دا باور ورکړی چې د روانې مياشتې ۱۳ نېټې پورې به د لاک ډاون او د تاجرانو د تحفظاتو په اړه حکومت ته وړانديزونه کوي.

د د لاک ډاون وروسته صوبايي حکومت د کرونا وايرس له امله په خېبر پښتونخوا کې د معاشي حال د جاج اخېستو د پاره ټاسک فورس هم جوړ کړی دی.

د دې ترڅنګ صوبايي حکومت ۱۱ صنعتونه چې پکې داروګان، تيل، غوړي، سيمنټ، او شربتونه شامل دي د روان ساتلو په اړه اعلاميه هم خپره کړې ده.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG