لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس د سېلګرۍ کاروبار تر ټولو ډېر اغېزمن کړی


په پاکستان کې د کرونا وايرس د خورېدو وروستو د نورو کاروبارونو په رنګ د سېلګرۍ کار هم ډېر اغېزمن شوی دی.

د سېلګرۍ کاروبار سره تړلي خلک وايي، تر ټولو زيات دوي اغېزمن شوي او تر ټولو وروستو به د دوي کاروبار بېرته ځای له راځي ځکه چې اول به خلک خپل کاروبارونه په ځای ودروي بيا به هله د سېلګرۍ د سيمو مخه کوي.

د سېلګرۍ د يوې وړې کمپنۍ مالک محمد عبده وايي، د کوريا نه به دوي سېلګري د پاکستان شمالي سيمو ته بوتلل د کوم لپاره چې دوي دوه مياشتې وړاندې د ځايي هوټلو سره خبره کوي خو د کرونا وايرس له امله دغه کارونه د ځنډ ښکار دي.

د پاکستان شمالي سيمې او د دغه ځای اوسېدونکي د سېلګرۍ د کاروبار سره تړلي دي او محمد عبده غوښتنه کوي چې بايد حکومت د دغه ځايي خلکو او دې کاروبار سره تړلې خلکو ته خصوصي پام وکړي.

د ياد وړ ده چې شمالي سيمې په تېرو وختونو کې د ترهه ګرۍ له کبله ډېرې اغېزمنې شوې وې خو په تېرو څلور کلونو کې دا سيمې يو وارې بيا ابادې شوې وې او د پاکستان پشمول د بهر هېوادونو نه د سېلګرۍ په غرض د خلکو راتګ پېل شوی ؤ.

د حکومت له خوا هم د سېلګرۍ لپاره خصوصي قانون جوړ کړی شوی او د دې سيمو د پرمختيايي کارونو لپاره د بهر هېوادونو مرستې هم ترلاسه کړې وې.

په خېبرپښتونخوا کې د سېلګرۍ د يوې کمپنۍ مشر عظمت اکبر دريځ لري چې په شمالي سيمو کې شاوخوا يو مليون خلک د دې روزګار سره تړلي دي خو اوس هلته ټولې هوټلې بندې دي. د ده په وينا چې د سېلګرۍ د کاروبار نه په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان خزانې ته اته اربه روپۍ ګټه ورکړل شوې وه.

نوموړی ادعا کوي چې د ۲۰۲۵م پورې پاکستان ته د سېلګرۍ نه د سل اربه روپۍ ګټې اميد ؤ.

بل اړخ ته څېړونکي وايي چې د کرونا وايرس له امله د پاکستان قامي هوايي شرکت پي اي ای څلور اربه روپۍ زيان سره مخ شوې.

د دې ترڅنګ د کرونا وايرس نه د هوايي سفر د ټکټ، ګاډو او هوټلو روزګار سره تړلي خلک ډېر اغيزمن شوي دي.

څېړنې وايي چې د خېبرپښتونخوا د شمالي سيمو ۷۰ فيصده خلک د سېلګرۍ د کاروبار سره تړلی دی. دا وخت په سوات کې ۴۰۰ ،سکردو کې ۲۰۰،کاغان او ناران کې ۵۰۰ او په هنزه سيمه کې ۳۵۰ هوټلې د کرونا وايرس له امله بندې شوې دي د کوم وروسته چې دلته کار کوونکي هم بې روزګاره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG