لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: د افغان بندیانو د تبادلې هرکلی کړی


واشنګټن: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی او دا د سولې پر لور یو مهم ګام بللی.

خلیلزاد د اپرېل په ۱۳ نېټه په ټوټېټر باندې لیکلي: "دواړه غاړې باید د امریکا او د طالبانو ترمنځ د شوي تړون اهدافو ته د رسېدو هلې ځلې ګړندۍ کړي."

هغه زیاتوي، د بندیانو تبادله دا مهال تر هر څه زیات ځکه مهم دي چې په زندانونو کې د بندیانو ګڼ شمېر د کرونا وایرس د خپرېدو له ګواښ سره مخ دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، طالبانو د اپرېل په ۱۲ نېټه ۲۰ افغان بندیان په کندهار ولایت کې خوشې کړې دي.

د طالبانو له دې ګام څخه مخې افغان دولت د اپرېل میاشتې راهیسې ۳۰۰ طالب بندیان خوشې کړي وو.

په دوحه کې د فیبروۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو د شوي تړون له مخې له افغان حکومت څخه غوښتل شوي چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

طالبانو هم ژمنه کړې چې ۱۰۰۰ تنه افغان پوځي او ملکي بندیان به خوشې کوي.

خو طالبانو تېره اونۍ له کابل څخه خپل درې کسیزه ډله چې د بندیانو د تبادلې لپاره کابل ته استول شوی وو بېرته وغوښت.

وسلوالو طالبانو د ولسمشر اشرف غني په ادارې باندې تور پورې کړ چې یوه او بله خبره باندې د بندیانو د تبادلې بهیر ځنډوي خو کابل په طالبانو غږ کړی چې د دغه بهیر د خرابولو لپاره دې پلمې نه جوړوي.

د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو او طالبانو ته د ځینو امنیتي باورونو په بدل کې به امریکايي او بهرني ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG