لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په لومړي ځل شل تنه اسیر شوي افغان عسکر خوشې کړل


طالبان دغه شل تنه بندیان د کندهار په شاه ولیکوټ کې خوشې کړل
طالبان دغه شل تنه بندیان د کندهار په شاه ولیکوټ کې خوشې کړل

افغان طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د اسیرانو لومړۍ شل کسیزه ډله خوشې کړه او د سور صلیب نړېوالې کمیټې ICRC دغه شل کسان د کندهار د ولایت مقام (انتظامیې) ته ولېږدول.

په افغانستان کې د سور صلیب د نړېوالې کميټې مشر خوان پېدرو شېرر ویلي چې دغه شل کسان د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه و چې د طالبانو په بند کې و او آی سي آر سي د هغو د خوشې کېدو او انتقال د تسهیل په برخه کې رول ادا کړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي: "مونږ د یو بې طرفه منځګړي په توګه عمل وکړ چې د زندانیانو د خوندي خلاصون او په خوندي توګه یې کورونو ته انتقال تضمین کړو، او که د افغانستان په روانه جګړه کې شامل اړخونه تقاضا وکړي، نو آماده یو چې دې کار ته ادامه ورکړو."

طالبانو د دغو شلو کسانو د خوشي کېدو ویډیو او عکسونه هم خپاره کړي چې په کې ښکاري هر خلاص شوي بندي ته پنځه زره افغانۍ او یوه د خلاصون "تصدیق نامه" ورکوي.

یاده دې وي چې په همدې ورځ (اتوار/یکشنبې)، افغان حکومت هم سل تنه طالبان له زندانه خوشې کړل.

افغان حکومت په تېرو درېیو ورځو کې، هره ورځ سل سل تنه طالبان له زندانه خوشې کړي او تر اوسه د آزادو شویو طالب بندیانو شمېر درې سوو ته رسېدلی. تمه ده چې افغان حکومت دې پروسې ته دوام ورکړي.

هغه طالبان چې افغان حکومت له زندانه خوشې کړي دي، تر اوسه یې شمېر ۳۰۰ ته رسیږي
هغه طالبان چې افغان حکومت له زندانه خوشې کړي دي، تر اوسه یې شمېر ۳۰۰ ته رسیږي

طالبان او افغان حکومت په داسې حال کې یو د بل بندیان خوشې کوي چې جګړې او شخړې په افغانستان کې لا دوام لري او افغان چارواکو خبر ورکړی چې یوازې په همدې تېره هفته کې طالبانو شاوخوا دېرش ۳۰ غیرپوځي کسان وژلي دي.

د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د زندانیانو تبادله، د هغې لوظنامې برخه ده چې د فرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې دستخط شوه. مګر افغان حکومت، زنداني طالبان هغسې چې د قطر په لوظنامې کې ویل شوي و، خوشې نه کړل، بلکې ولسمشر غني امر وکړ چې طالبان دې جوپه جوپه، کرار کرار، او د شرطونو په اساس به خوشې کیږي.

له هغه نه پس، د لومړي ځل دپاره افغان او طالب استازو د بندیانو په تبادلې باندې مخامخ خبرې هم سره وکړې خو داسې معلومه شوه چې دغو کتنو او خبرو نتیجه نه درلوده. مګر له هغو خبرو ورسته افغان حکومت د ورځې د سلو طالبانو د خوشې کولو لړۍ پیله کړه.

طالبانو دا تمه درلوده چې افغان حکومت به د دوی پنځه زره بندیان په یو ځل خوشې کوي، خو هغسې ونه شول.

افغان حکومت چي کوم طالبان له زندانه خوشي کوي، له هغو نه دا وعده اخلي چې نور به د جنګ میدان ته نه ځي. خو د افغانستان د ملي امنیت (اېن ډي اېس) یو پخوانی مشر رحمت الله نبیل وایي چې طالبان پر خپلې وعدې ولاړ ندي.

جنرال نبیل په خپل ټویټر لیکلي: "د بګرام زندان پخوانی بندیوان حاجي مالي خان، چې د سراج حقاني د باور وړ کس او ماما، او د حقاني شبکې مهم مشر دی، بېرته پاکستان ته تللی او د عملیاتو، لوجسټیکو، او تنظیمي اعمالو په مشرتابه کې بېرته نېغ په نېغه شامل شوی او په دې ډول یې د زندانه د خپل خلاصون تړون ترپښو لاندې کړی دی."

حاجی مالي خان د افغان حکومت په بند کې و او تېر کال د انس حقاني سره یوځای، له بنده خوشې شو چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي. انس حقاني دا وخت په قطر کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG