لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سیاسي ګوندونه:باثباته افغانستان لپاره باید دسیمې هیوادونه طالبان دفشار لاندې وساتي،


په پاکستان کې دسياسي ډلو مشران وايي باید د يو باثباته افغانستان جوړولو لپاره سیمه ییز هیوادونه افغانستان کې يو ټول شموله حکومت جوړولو او د بشري حقونو خوندي کولو لپاره په طالبانو فشار واچوي،

دوئ وايي په افغانستان کې ثبات نه يوازې ددغه هیواد په ګټه دی بلکې سیمه ییز هیوادونه به هم د نورو کډوالو د بار پورته کولو او د ناامنۍ د پېښو څخه خوندي شي۔

دوئ وايي دافغانستان د معاملاتو او تګلارې جوړولو په اړه بايد دپاکستان تحريک انصاف حکومت مخالفه ګوندونه هم په اعتماد کې واخلي۔

د افغان طالبانو لخوا د کابل واک ترلاسه کولو وروسته ددغې هېواد اقتصادي وضعيت خراب شوی او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو ترمخه د هېواد 24 میلیونه ابادي بشري مرستو ته اړتیا لري۔

په دې هکله وايس اف امريکا ډيوه سره دخبرو پرمهال د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ترجمان زاهد خان ویلي که چرې افغانستان کې نور هم معاشي صورت حال خرابېږي نو ددې خراب اثر به د قاچاق او ناامنۍ په شکل کې په ګاونډې هېوادونو هم پرېوځي۔

نوموړي زياته کړه چې هلته لوږه سېوا کېږي نو پښتانه چې کوم په افغانستان کې دي هغوئ به پاکستان ته راځي او دوېمه دا چې خلکو ته خوراک نه ترلاسه کیږي نو بدامني به هم سېوا کېږي لکه غلاګانې او قتلونه او هدفي وژنې۔

افغان طالبانو د اګست په 15 مه د کابل واک ترلاسه کړی ؤ اؤ له هغې وروسته یې په اووم سپتمبر خپل لنډ مهاله حکومت اعلان کړی ؤ.

د طالبانو لنډ مهاله کابينه کې مېرمنې نمایندګي نه لري چې نړیوالې ټولنې یې غندنه کړې ده.

د طالبانو لخوا د افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته امریکا په سمدستي توګه د افغانستان بانک څه د پاسه 9 اربه ډالرو شتمنې کنګل کړې دي.

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې غړی عبادالله خان وایي بايد ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو خوندي کولو او يو جمهوري نظام جوړولو لپاره په طالبانو فشار راوړي.

نوموړي زياته کړه څومره چې ګاونډي هېوادونه دي هغوئ ته پکار ده چې په کابل کې څوک په واک کې دي هغوئ دې په دې مجبوره کړي چې څومره زمونږه وروڼه او خویندې هلته د تېرو څوکلونو راهسې اغېزمنې شوې هغه دې اوس ودرول شي او طالب دې خپل ځان حاکم کل نه ګڼې بلکې ټولو ډلو ته دې په حکومت کې شموليت ورکړي۔

د طالبانو حکومت د 18م سپتمبر نه د منځنۍ درجې هلکانو ته سکول ته د ورتګ اجازه ورکړې خو د يادي درجې نجونه يې سکولونو ته د ورتلو څخه منعې کړې دي۔

د پاکستان پيپلز ګوند دمرکزي کميټۍ غړې عاصمه عالمګير وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان موجوده صورحال په اړه بايد د پاکستان تحريک انصاف حکومت مخالفه ګوندونه هم په اعتماد کې واخلي۔

هغه وايي عمران خان له پکار دي چې ټول سياسي مشران او مخالفه ګوندونه د افغانستان په اړه چې کومه پروسه ده په دې کې شامل کړي او په دې باندې يو جامع مشاورت وشي نو هله به دا يو کامياب عمل وي۔

د مطبوعاتو ترمخه افغان طالبانو ژمنه کړې چې د بشري حقونو ساتنه به کوي، او ښځو ته به دتعلیم او کار کولو حق او اجازت وي چې په دې توګه د طالبانو حکومت وکړل شي چې دنړېوالې ورورولۍ برخه وګرځي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG