لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د کرونا له لاک ډون نه وروسته ځینې کاروبارونه پرانیزي


واشنګټن: د هندوستان ځینو سرچینو ویلي، چې داه هېواد په دې پلان غور کوي چې ځینې صنعتونه چې د کرونا وایرس د لاک ډون له امله تړل شوي وو بېرته پرانیزي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه ګام ددې لپاره پورته کېږي چې په دغه هېواد کې د نور اقتصادي‌ زیان مخه ونیول شي.

ټاکل شوې ده چې په هندوستان کې به د ۲۱ ورځو لاک ډون د نهې یا سې شنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

خبري اداره وايي، دوی د هندوستان د صنعت وزارت هغه لیک لیدلی په کوم کې چې سپارښتنه شوې چې د موټرو (ګاډو)، ټوکرانو (رخت)، دفاعي، برقي او یو شمېر نور صنعتونه پرانستل شي.

تمه ده حکومت به په دې اړه ددې اونۍ په وروستیو کې پرېکړه کوي.

د جان هاپکنز د څیړنیز مرکز د مالوماتو له مخې، په هندوستان کې چې تر یو بیلین زیات وګړي لري ۹۲۴۰ د کرونا پېښې موندل شوي دي چې ۳۳۱ تنه یې مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG