لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نړۍ کې د کرونا وايرس پېښې دوه ملينو ته رسېدلي، تر ټولو زیاتې په امریکا کې


د امريکې جونز هوپکنز پوهنتون ويلي، د نړۍ په دوه ميلينه خلکو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې پکې په کرونا وايرس اخته شوي تر ټولو زیات کسان په امریکا کې دي.

د امریکې په نيويارک ښار د کرونا وايرس پېښې يو لاک شپږ زره او په نيويارک رياست کې دا شمېرې يو لاک ۹۵ زره دي کومې چې سپېن او اټلي هم سېوا شوي دي.

د نيويارک ګورنر انډريو کومو د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي سخت وخت تېر شو خو د نيويارک خلکو د ټولنيز نزدې والي او صحت د چارو په لړ کې په لارښوونه عمل وکړو.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په د کرونا وايرس نه د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې يو لاک ۱۹زره ۶۸۶ کسان مړه شوي دي.

تر ټولو زيات مړه شوي کسان په امریکا کې دي چې شمېره يې ۲۳زره ۶۲۲ ده.

په اټلي کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره شل زره، ۴۶۵ او په سپېن کې ۱۷زره ۷۵۶ ده.

په فرانس کې کرونا وايرس ۱۴زره ۹۶۷ کسان مړه کړي او په برتانيه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۱۱زره ۳۲۹ ته رسېدلې ده.

کرونا وايرس چې په چين کې ښکاره شوی د پوهنتون د شمېرو ترمخه په چين کې د کرونا وايرس ۸۳ زره ۳۰۲ پېښې مخې ته راغلي او په دغه هېواد کې د کرونا وايرس نه ۳زره ۳۴۵ کسان مړه شوي وو.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې د کرونا وايرس نه څلور لاکه ۵۳ زره ۱۴۵ کسان صحتمند شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG