لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس له کبله پاکستان ته د بهرمېشتو پاکستانیانو لېږونکې په اربونو روپۍ کمې شوې


واشنګټن ـــــ په منځني ختیځ کې مېشت پاکستانیان وایي کرونا وایرس د هغوی کاروبارونه او مزدورۍ هم متاثره کړي او اوس نه شي کولای د پخوا غوندې خپل خرڅونه پوره کړي او په پاکستان کې خپلو کورونو ته پیسې واستوي.

د بزنس ریکارډر ورځپاڼې په وینا د پاکستان د اقتصاد ۸ فیصده برخه هغه پیسې جوړوي چې بهرمېشتي پاکستانیان یې هېواد ته ور لېږي. د دې ورځپاڼې په وینا بهرمېشتو پاکستانیانو په تېره فرورۍ میاشت کې ۱۸۲۴.۳ میلینه ډالره پاکستان ته لېږلې دي خو اوس د کرونا وایرس له کبله دا کچه ډېره را کمه شوې ده.

۳۵ کلن قاضي علي رحمن په متحده عربي اماراتو کې خپل کاروبار کوي، خو د کورونا وایرس د خپرېدو په نتیجه کې ټولبند (لاک ډاون) د هغوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی. قاضي وایي مخکې به یې هره میاشت کور ته ۵۰ زره د خرڅ لپاره لېږلې خو وایي اوس لس زره هم نه شي لېږلای: "

"دا آفت چې راغلی تر دې مخکې به مو دېرش پینځوس شپېته زره روپۍ وطن ته خپلو کورنیو ته لېږلې خو اوس لس زره هم نه شي لېږلای، دلته زیاتره خلک دیاړي کوي یا په کمپنیو کې کارونه کوي، کمپنۍ یې یا بندې دي یا یې روزګار نه شته".

د پاکستان د بهرنیو اوسېدونکو د وزارت په وینا په مجموعي توګه ۸.۸ میلینه پاکستان په نورو هېوادونو کې مېشت دي چې وایي په هغوی کې یواځې ۴.۷ میلینه د منځني ختیځ په هېوادونو سعودي عرب، عرب امارات، کویت، قطر، عمان او بحرین کې مزدوري کوي.

دغه وزارت وایي بهرمېشتو پاکستانیانو به هر کال له ۲۰ تر ۲۱ اربه ډالرو پورې زر مبادله پاکستان ته ور لېږله خو اوس د کرونا وبا له کبله زیات کاروبارونه اغېزمن شوي او دغه بهرمېشتي پاکستانیان نه شي کولای خپل خرڅونه پوره کړي.

په اسلام اباد کې د پیسو بدلولو له کمپنۍ سره کارکوونکی یو تن- چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي- وي او اې ډیوه ته وویل، چې د پیسو بدلولو په کاروبار کې ۵۰ فیصده کمی راغلی دی او له بهره خلک غیرملکی کرنسي نه را لېږي نو د بدلولو لپاره یې ځایي خلک هم نه ورته راځي:

"ډېرو خلکو خو به په حوالو پیسې را لېږلې او له ۳۰ تر ۷۰ فیصده خلکو به د بېنکونو له لارې پیسې را لېږلې نو د کرفیو له کبله هر څه بند شول،‌ بل دا چې دغو خلکو روزګارونه وبایلل او تنخاګانې هم نه دي‌ ورکړل شوې".

د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک په خپل یوه وروستي‌ رپوټ کې ویلي وو،‌ چې په تېرو نهو میاشتو کې بهرمېشتو پاکستانیانو هېواد ته د تېر کال په نسبت شپږ فیصده زیاته زر مبادله ور لېږلې او د روان مالي کال په نهو میاشتو کې ۱۶ اربه، ۹۹ کروړه او ۱۰ لکه ډالره پاکستان ته منتقل کړل شوی دی.

د اقتصادي چارو پوهان وایي د پاکستان د غیرملکي زر مبادله ذخیره د بهرمېشتو پاکستانیانو په ور لېږونکو پیسو باندې ده، وایي که په دې کې کمی راځي نو له دې سره به پاکستانۍ روپۍ هم تر فشار لاندې راځي او ارزښت به یې د ډالر په مقابل کې نور هم لوېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG