لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان لاک ډاون دوې اوونۍ نور وغزاوه خو مذهبي عالمان او د کراچۍ تاجران یې نه مني


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په هېواد کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره لاک ډاون د دوو نورو اوونیو لپاره هم و غزاوه خو د هېواد یو شمېر دیني عالمانو ورسره مخالفت څرګند کړی او وایي چې د ټولنیز واټن په عملي کولو سره به د جمعې او د تراویح لمونځونه په جوماتونو کې کوي.

وزیراعظم عمران خان د نهې- سه شنبې په ورځ‌ د قومي رابطه کمېټۍ (این سي سي) تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل،‌ چې که څه هم په پاکستان کې د کرونا وایرس هغومره پېښې مخې ته نه دي راغلې څومره چې توقع کېده خو وایي دا کله هم زیاتېدای شي نو ځکه د احتیاط به د احتیاط په خاطر په هېواد کې د اپرېل تر ۳۰مې ټولبند وي.

په دې غونډه کې د ټولو صوبو وزیراعلی او د نورو اعلی چارواکو تر څنګ د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم ګډون کړی وو.‌ عمران خان وویل:

"د هېواد سکولونه، کالجونه، ټرانسپورټ، رېلوې او نور ولسي او تفریحي ځایونه به دوې اوونۍ نور هم بند وي".

عمران خان دا ځل د خوراکي او نورو اړتیا وړ کاروبارونو تر څنګ تعمیراتي کاروبارونو ته هم اجازه ورکړه، چې له مخې به یې د سیمټو او سریو په شمول یو شمېر صنعتي کاروبارونه سر له سبا د اپرېل له ۱۵مې بیرته پرانیستل کېږي. عمران خان دوی ته په دې شرط اجازه ورکړې چې وایي دوی د کرونا وایرس د مخنیوي اقدامات عملي کړي.

خو بلې خواته د پاکستان مذهبي مشرانو او د تاجرانو تنظیمونو د وزیراعظم عمران خان نننی اعلان رد کړی او په دې اړه په کراچۍ کې له بېلابېلو مسلکونو سره تړلو عالمانو نن یوه غونډه کړې ده. د رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمن په دې اړه رسنیو ته وویل:

"په جماعت سره به لمونځ کېږي تراویح به کېږي د جمعې لمونځ به کېږي خو د ټولنیز واټن د عملي کولو کوشش به هم کېږي".

په کراچۍ کې د تاجرانو تنظیم هم د وزیراعظم نننی اعلان د تاجرانو د لا نور ځورولو هڅه ګڼلې ده. د تاجرانو د تنظیم مشر جمیل پراچه رسنیو ته ویلي:

"چې څومره و ځپل شوو همدا ډېره وه، له ۱۵م اپرېل څخه به تاجران بیرته خپل بند دوکانونه پرانیزي او خپل کاروبار به شروع کوي، که حکومت په موږ باندې جبر وکړ نو بیا به د وزیراعلی او د ګورنر د دفترونو مخې ته اجتجاج کوو".

تر کراچۍ وړاندې په اسلام اباد او پینډۍ کې هم له وفاق المدارس سره تړلو د پاکستان د لویو جوماتونو ملا امامانو یوه غونډه کړې او حکومت ته یې خبرداری ورکړی چې نور په جوماتونو کې پر لمونځونو بندیز ونه لګوي او ویلي یې دي چې دوی به د جمعې او تراویح لمونځونو په جوماتونو کې کوي.

بل خوا د مرکزي حکومت دریځ دی چې په هېواد کې د کرونا وایرس په پېښو کې کموالی راغلی چې وایي د دې لوی سبب ټولبند یا لاک ډاون دی. د وزیراعظم د روغتیا سلاکار ظفر مرزا وایي، حکومت اټکل کاوه چې تر نننۍ نېټې به په پاکستان کې ۱۸ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شي خو وایي اوس شپږ زره هم نه دي او سل تنه ځنې مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG