لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس نه نور څلور تنه مړه شوي


د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر د کرونا وايرس تازه شمېرې خپرې کړي چې ترمخه يې په صوبه کې د کرونا وايرس نه څلور نور تنه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۴۲ ته ورسېده.

تېمورخان جګړا په ټویټر تازه شمېرې خپرې کړي چې پکې ويل شوي د کرونا وايرس د نورو ۵۰ مثبت پېښو ثبت کېدو سره په صوبه کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېره ۹۱۲ ته ورسېده.

هغه ويلي په صوبه کې د کرونا وايرس نه ۱۹۱ تنه صحتمند شوي هم دي.

د شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې د کرونا وايرس ټول ۵۴۱۰ ټېسټونه شوي دي.

په صوبه کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات کسان په پېښور کې مړه شوي چې شمېره يې ۱۹ ده، په سوات کې څلور، په مردان کې درې ، په نوښار، کوز دير، کوهاټ او اېبټ اباد کې دوه، دوه کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې مثبتې پېښې هم په پېښور کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۲۳۵ ده، په مردان کې په ۱۰۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په بره دير کې په ۵۹، په بونېر کې په ۵۸ او په کوهاټ کې په ۵۱ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

د تېمور خان جګړا په وېنا د خېبرپښتونخوا په ۳۴ ضلعو کې په بر او کوز کوهستان، په بر او کوز چترال، بټګرام او کولۍ پالس هغه ضلعې دي چې تراوسه پورې پکې د کرونا وايرس پېښه مخې ته نه ده راغلې.

XS
SM
MD
LG