لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستان د نورو هېوادونو نه خلک راولي خو افغانستان لوري ته ايسار شوي نه راولي"


افغانستان لوری ته ايسار شوي پاکستانيان چې زياتره يې پښتانه دي، وايي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د نورو ملکونو نه شتمن خلک بيرته راولي خو افغانستان ته تللي غريب خلک بيرته نه راولي.

پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د افغانستان سره ټولې ځمکنۍ لارې تړلې دي.

د تورخم په پوله پورې غاړې ته ګېر شوؤ کسانو وي او ای ډیوه ته ويلي چې پورې غاړې ته ايسار شوي خلک د مشکلاتو سره مخ دي ډېر پکې غريب خلک دي د خوراک څښاک او پاتې کېدو ستونزې ورته جوړې دي.

يوسف بهير چې په خپله سوداګر دی او پورې غاړې ته ايسار شوی وي او ای ډیوه ته ويلي دوی تراوسه پورې د ۴۸۰ کسانو نومونه ليکلي چې د تورخم په پوله راتګ کول غواړي خو ګېر پاتې دي.

د نوموړي په وېنا په دغو کسانو کې نزدې نيم داسې ځايي خلک هم شامل دي چې د پولې په خوا نزدې پرتو علاقو کې اوسيږي هغه د ورځې په سر په تورخم اوړي راوړي او هغو سره د ورځې په سر د تګ راتګ اجازت نامه وي.

پاکستان د افغانستان سره د تورخم او نورې لارې په ۱۶م مارچ تړلې وې.

بل لور ته د افغانستان سره د چمن سپين بولدک په لاره تللي ايسار شوؤ کسانو په يوه ويډيو پېغام کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت ټکونه کړي چې جنګ ځپلي افغانستان خپل خلک بیرته بوتلل خو پاکستان خپل غريب وګړي نه راغواړي.

په ټولنيزو رسنیو خپره شوې ويډيو کې يو تن چې په اردو ژبه کې خبرې کوي وايي د سپين بولدک په پوله ۸۰۰ کلېنډران ډرائيوران د پولې پورې غاړې ته ايسارشوي دي بايد حکومت ورته د راتلو اجازه ورکړي.

د ځينې راپورونو ترمخه د چمن د پولې پورې غاړې ته د زرګونو په شمېره کې خلک ګېر پاتې دي.

د چمن پوله په دوېم مارچ تړل شوې وه.

پاکستان په وروستيو کې افغانستان ته د تورخم او چمن په لاره عامو خلکو او له دغې وروسته سوداګريزو ګاډو ته هم د تګ اجازه ورکړې ده.

د پاکستان د ملي امنيت امنيت سلاکار معيد يوسف پرون ويلي په بهر هېوادونو کې د ايسار شوؤ پاکستانيانو راوستو دپاره برابرتیا کوي او په افغانستان کې چې کوم ګېر شوي د هغو دپاره کوټلې تګلاره جوړولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG