لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وائروس:ایي ایم ایف پاکستان دپاره د یو ارب،۳۸کروړو اؤ۶۰ؤ لکو ډالرو دپور منظوري ورکړه


دکرونا وائروسو څخه د رامنځته شوي وضعیت نه دپاکستان د ویستلو دپاره نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دغه هیواد دپاره د یو ارب،۳۸کروړو اؤ ۶۰لکو ډالرو د پور منظوري ورکړې ده .

دایي ایم ایف لخوا دخپرې شوې اعلامیې له مخې پاکستان ته دا پور له دې امله ورکول کیږي ترڅو دکرونا وائروسو له امله دغه هیواد دپېسو په ورکړه کې دخپل خراب معیشت له امله توله برابر وساتل شي.

نړیواله مالیاتي اداره احتمال ښودلی چې د کرونا وئروسو له امله به راتلونکي کې هم وضعیت بې باوره پاتې شي اؤ دپاکستان به مالي اړتیاؤ اؤ دپیسو په خلاصولو کې به اضافه وشي.

ایي ایم وایي په دې پیسو به پاکستان وکولی شي چې د کرونا وائروسو له امله رامنځته شوي وضعیت نه ځان وژغورياؤ هم به یې ورسره غورځېدونکي اقتصاد ته اډاڼه ترلاسه شي.

دتیرې میاشتې په وروستیو کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وؤ د کرونا وائروسو دمقابلې دپاره ه باید مخ په ترقۍ هیوادونو څخه دپورونو بار ختم کړل شي.

تر دې وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم په نړیوالو مالیاتي ادارو غږ کړی ؤ چې د کرونا وائروسو له امله باید بې وزله هیوادونو ته خپل پورونه وبخښي.

پاکستان تیر کال د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف اؤ نورو هیوادونو نه په اربونو ډالر پورونه ترلاسه کړي اؤ اوس چې دې هیواد کې دکرونا وائروس په چټکتیا سره خوریږي دهیواد لوړپوړي چارواکي غواړي چې باید نړیوالې مالیاتي ادارې ورته اخستل شوي پورونه وبخښي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG