لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وایي نړۍ ته روغتیایي مرستې لېږي خو پاکستان ترهګري ور لېږي، پاکستان یې تور په کلکه رد کړی


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا وایرس د مخنیوي په مبارزه بوخته ده د جنوبي اېشیا دوو رقیبو هېوادونو هند او پاکستان بیا یو پر بل د ترهګرۍ او د ګډې پولې دواړو غاړو ته په جګړه کې د لاس لرلو تورونه لګولي دي.

د هند د پوځ‌ مشر منوج موکند نراواني د هند تر ولکه لاندې کشمیر ته د لاک ډاون په مهال د امنیت د څارنې لپاره تللی او د خپل دوه ورځني سفر په مهال یې د جمعې په ورځ یو ځل بیا پاکستان له جنګ بندۍ په سرغړونه تورن کړی دی.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د هندي پوځ مشر نراواني ویلي، په داسې حال کې چې هند او ټوله نړۍ له دې نړیوالې وبا سره لاس و ګرېوان ده، څنګلوری پاکستان یې ورته ستونځې جوړوي:

"په داسې حال کې چې یوې خواته موږ نه یواځې له خپلو خلکو سره په مرسته بوخت یو بلکې له نورې نړۍ سره هم مرسته کوي او هغوی ته روغتیایي ډلې او دارو درمل ور لېږو، خو بلې خواته پاکستان موږ ته یواځې ترهګري را لېږي. دا ښه خبره نه ده".

پاکستان د هندي پوځ د مشر په ځواب کې نه یواځې د هغه دعوه په کلکه رد کړې بلکې هند یې په کشمیر کې د جنګ بندۍ په سرغړونو تورن کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشه فاروقي د جمعې په ورځ‌ په یوه بیان کې د هندي پوځ د مشر منوج موکند نراواني څرګندونې د پاکستان په ضد له غیرذمه وارۍ او سپکاوي ډکې او په بشپړه توګه له حقیقته لرې بللې دي. عایشه فاروقي ویلي:

"هندوستان دا بې بنیاده تورونه تر خپله ولکه لاندې کشمیر کې خصوصاً د تېر کال تر اګست وروسته له ریاستي ترهګرۍ او د بشري حقونو له سرغړونو د نړۍ او د هند د خلکو د توجه د اړولو لپاره لګول کېږي".

هند او پاکستان په ۲۰۰۳م کال کې د خپلې ګډې پولې یا لاین آف کنټرول پر سر د جنګ بندۍ یو تړون لاسلیک کړی وو، خو پر هغه تړون برسېره دواړو غاړو ته وخت په وخت د نښتو او مرګ ژوبلو خبرونه ورکول کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشې فاروقي پخپل تازه بیان کې دعوه کړې چې هند یواځې سږ کال په کشمیر کې له جنګ بندۍ ۷۶۵ واره سرغړونه کړې، چې وایي ۳ عام کسان یې وژلي او ۵۴ نور عام خلک یې سخت ټپیان کړي دي.

عایشه فاروقي دعوه کړې چې په تېر ۲۰۱۹م کال کې هم هند د جنګ بندۍ له تړونه ۳،۳۵۱ واره سرغړونه کړې خو وایي پاکستان ورته کلک او له ذمه وارۍ ډک جوابونه ورکړي دي.

خو بل لور ته هند هم له جنګ بندۍ د سرغړونو دعوې کوي.‌ د هند پوځ وایي پاکستان یواځې د روان کال د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ له اوربنده ۱۱۴۴ واره د جنګ بندۍ سرغړونه کړې، وایي یواځې تېره میاشت چې د کرونا وایرس پېښې په زیاتېدو وې پاکستان ۴۱۱ واره د ګډې پولې هغې غاړې ته بریدونه کړي‌ دي.

د هندوستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د هندوستان د پوځ یو افسر دوې ورځې وړاندې تور لګولی وو، چې پاکستان تر خپل انتظام لاندې کشمیر کې د کرونا وایرس ناروغان پولې ته نژدې جمع کوي، خو پاکستان یې دغه تور رد کړی وو.

که څه هم د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر سر په تېرو ۷۳ کلونو کې څلور ځله غټې جګړې شوې دي، خو دا شخړه یې د تېر ۲۰۱۹م کال د اګست له ۵مې را وروسته هغه مهال نوره زیاته شوه چې هند پخپل قانون کې په بدلون سره د کشمیر ځانګړی نیمه خپلواک حیثیت ختم کړ او په هند کې یې شامل کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG