لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس تازه شمېرې، ۱۴۹ مړه، ۷۹۹۳ پرې اخته شوي


په پاکستان کې د کرونا وایرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېرې ۱۵۹ ته ورسېدې، ټول ۷۹۹۷ کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس نه ۱۶ نور کسان مړه شوي، او ۵۱۴ نور کسان په دې وايرس اخته شوي دي.

ویل شوي په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۹۸زره ۵۲۲ ټېسټونه شوي او تېر په شوا روز کې په ملک کې د ترسره شوؤ ټېسټونو شمېر ۷زره ۸۴۷ ده.

سرکاري شمېرې وايي ۱۸۶۸ کسان چې په کرونا وايرس اخته ؤ ترې ښه شوي دي.

پاکستان کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات مړي په خېبرپښتونخوا کې شوي چې شمېره يې ۶۰ ده. په سند کې ۴۸ او پنجاب کې ۴۱ کسان د کرونا وایرس نه مړه شوي دي.

په ملک کې د کرونا وايرس پېښو کې ۳۶۴۹ په پنجاب، ۲۳۵۵ په سند او ۱۱۳۷ په خېبرپښتونخو اکې مخې ته راغلي دي.

بلوچستان کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېره ۳۷۶، ګلګت بلتستان کې ۲۵۷، اسلام اباد کې ۱۷۱ او ازاد کشمير کې ۴۸ ده.

د شمېرو ترمخه په پنجاب کې د کرونا وايرس نه ۶۸۴، سند کې ۵۹۲، خېبرپښتونخوا کې ۲۶۶، ګلګت بلتستان ک ۱۹۴ او بلوچستان کې ۱۴۴ کسان ښه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG