لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميرانشا: په بويه چيک پوسته وسله وال بريد کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی، درې ژوبل


د افغانستان سره په پوله د پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشا کې په پوځي چيک پوسته نالومو وسله والو بريد کړی چې پکې يو پاکستانی پوځي سرتيري وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د امنيتي سرچينو ترمخه دغه بريد تېره شپه د ميرانشا په بويه چيک پوسته شوی چې پکې حوالدار اکبر وژل شوی او درې نور سپاهيان ژوبل شوي دي.

امنيتي سرچينې وايي د بريد ځوابي عمليات هم شوي دي خو په دغه اړه نور جزيات نه دي ورکړی شوي.

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده منلې.

ځايي پوليس د پېښې پخلی کوي او وايي چې د پېښې وروسته علاقه امنيتي سرتيرو په خپله ولکه کې اخيستې، ګرځبنديز لګول شوی او د لټون عمليات روان دي.

امنیتي سرچينې وايي په بريد کې ژوبل شوي سرتيري د هيلي کاپټر د لارې د ميرانشا اېف ټي سي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

ويل کيږي د بريد په ډزو کې يوه ښځه هم ژوبل شوې ده.

په شمالي وزيرستان کې په روانه مياشت اپرېل کې دا درېم ځل دی چې په پوځ بريدونه کيږي.

په ۱۳م اپرېل ترسره شوي برید کې یو پوځي سرتېري او په نښته کې دوه ترهګر وژل شوي وو.

په ۱۱م اپرېل د پاکستان پوځ ویلي ؤ په ذاکر خېل علاقه کې يې عمليات کړي او په نښته کې اووه ترهګر او دوه پوځي سرتيري وژل شوي وو.

له دغې پېښې درې ورځې وړاندې پوځ په شمالي وزيرستان او مومندو کې د اووه ترهګرو د وژلو ادعا کړې وه.

د مومندو او شبقدر ترمنځ علاقه کې يو تن وژل شوی

پرون د خالي/ شنبې په ورځ د مومندو او شبقدر ترمنځ پرته علاقه کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې يو تن وژل شوی ؤ.

د طالبانو حزب الاحرار ډلې د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG