لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان دګوادر بندرګاه څخه افغانستان ته دتجارتي توکو تیرولو اجازه ورکړه
تازه خبر

پاکستان دګوادر بندرګاه څخه افغانستان ته دتجارتي توکو تیرولو اجازه ورکړه


دپاکستان اؤ افغانستان ترمنیځ په کال ۲۰۱۰ کې دشوي تجارتي تړون(پاک افغان ټرانزټ ټریډ) په اساس دپاکستان حکومت د ګوادر بندرګاه څخه افغانستان ته دتجارتي مالونو تیرولو اجازه ورکړه.

تر دې دمخه به افغانستان دپاره د نورې نړۍ نه راتلونکي سوداګزیز توکي دکراچۍ بندر ته رسول کیدل چې دغلته نه بیا دچمن اؤ تورخم په پولو افغانستان ته رسولی شول خو افغان تجاران وایي چې په کراچۍ بندر به زیاتره مهال دهغوئ مالونه ترمیاشتو میاشتو بند پاتې وؤ اؤ سوداګرۍ ته به یې نقصان رسېدلو.

دتجارت دپاره دپاکستان د وزیراعظم صلاح کارعبدالرزاق داود پخپل یو بیان کې ویلي دي چې دګوادر بندرګاه افغانستان دپاره د راوړل کیدونکو تجارتي توکو پرمخ خلاصیدل یوه ستره بریا ده اؤ دې سره د افغان سوداګرو یوه ډیره زړه غوښتنه پوره شوې ده .

هغه ویلي دي چې دګوادر څخه په کومو لارو افغانستان ته تجارتي توکي تیریږي هلته به ورسره د روزګار موقعې هم خلکو ته په لاس ورځي.

افغان سوداګر جمال ځاځي چې دجاپان اؤ نورو هیوادونو څخه افغانستان ته تجارتي توکي راوغواړي د ګوادر بندرګاه پرانستلو ته خوشحاله دی اؤ وایي اوس به زمونږ مالونه دکراچۍ په بندرګاه نه ورستیږي اؤ‌ زړیږي بلکې نیغ به افغانستان ته رسیږي.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دچمن اؤ تورخم تجارتي لارې زیاتره مهال د بیلابیلو علتونو له امله تړل کیږي چې په دې سره تجارتي مالونه هم دپولې دواړو غاړو ته بند پاتې کیږي.

دسوداګرۍ دچارو مشاور وایي اوس به د ګوادر څخه د چینو،غنمو اؤ څرې په بشپړ توګه توګه دتړل شوؤ ټرکونو د کاروان افغانستان ته د تیرولو اجازه وي،

هغه خپل بیان کې ویلي افغانستان ته به ۱۶ ټنه ډي ای پي څره اؤ د خوراک د نړیوالې ادارې څخه پینځه لکه ټنه غم راتلونکې میاشت کې ګوادر بندرګاه ته راورسیږي.

سوداګر جمال ځاځي ډیوه ته وویل دکراچۍ په پرتله د ګوادر بندرګاه څخه سامانونه افغانستان ته رسول د افغان تجارانو په ګټه تمامیږي ځکه چې دچمن پوله افغانستان ته ډیره نزدې تجارتي لاره ده اؤ دمالونو افغانستان ته په رسولو کې به وخت اؤ پیسه دواړه تجارانو ته بچت کیږي.

دوه ورځې دړاندې دپاکستان دتجارت وزارت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي وؤ دګوادر څخه دناپرانستو تجارتي توکو افغانستان ته دلیږلو اجازه دپاکستان اؤ افغانستان د ګډو تجارتي اطاقونو اؤ نورو کاروباریانو په غوښتنه ورکول کیږي.

دپاکستان د تجارت سکتر احمد نواز سکهیرا پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي راتلونکو ورځو کې به د ګوادر په بندرګاه په لویه کچه تجارتي فعالیتونه پیل شي خو دګوادر څخه چې به کوم تجارتي ټرګونه افغانستان ته ځي هغه به ناپرانستي اؤ‌ په بشپړ ډول تړل شوي وي.

دسمندر دنه لرلو له امله افغانستان دا مهال دخپلو اړتیاؤ شیان دنړۍ نه دخپلو ګاونډي هیوادونو دسمندري غاړو دلارې راغواړي چې زیاتره توکي یې دپاکستان دسمندري لارې څخه افغانستان ته تیریږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG