لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت او ډاکټران په ځايي خلکو کې د کرونا وايرس خورېدو اندېښمن کړي


د بلوچستان حکومتي ویاند لیاقت شاهواني ويلي چې په صوبه کې کرونا وايرس هغو خلکو ته هم لګېدلي کوم خلک چې په خپلو سیمو،کليو او کورونو کې وو، کوم سفر یې نه دی کړی.

شاهواني رسنيو سره په خبرو کې وویل چې خلکو د حکومت په امر او د ډاکټرانو په مشورو عمل نه دی کړی ځکه دا مرض ځایي خلکو ته خور شو او حکومت په دې ډېر اندېښمن دی.

د نوموړي په وېنا په بلوچستان کښې د کرونا د مریضانو زیاتوالي له امله لاک ډاون یا ټول بندیز نور ھم غځوي، چي د مۍ د میاشتې تر پینځمې نیټې به دوام لري.

شاهواني زیاته کړہ چې په ایالت کښې یې د ۵۰ زرہ کسانو د ټیسټ کولو لړۍ هم پېل کړې دہ.

د بلوچستان د صحت د محکمې په ورځني خپارہ شوي راپور کې ويل شوي چې په بلوچستان کښې د کرونا مریضانو شمېر ۴۹۵ ته رسېدلی دی چې ۷۰ فيصده پکې ځايي دي.

په کوټه کې ۲۷۸، جعفرآباد ۱۹، چاغي ۱۱، لورالايي ۶، مستونګ ۱۰، پښین ۹، قلعه عبدالله ۵، سبي ۵، هرنايي ۱، خضدار ۱، او خاران کښې دوہ تنه په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د بلو چستان د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر رحیم بابړ وي او ای ډیوہ ته وویل چې تر ۲۵زیاته ډاکټران او د صحت د محکمې کارکونکي هم د کرونا په مرض اخته شوي دي.

بابړ زیاته کړہ چې په ځایي خلکو کې د کرونا مرض زیاتېدو ډاکټران زیات اندیښمن کړي “ د نورو بیماریو ناروغان روغتون ته راشي له ځان سرہ کرونا ناروغي هم راوړي، مونږ ته نه وي معلوم چې څوک کرونا دی څوک نه ،خو له ټېسټ ورستو بیا معلوم شي چې کرونا وي ځکه مو زیات ملګري کرونا شوي “.

د پښتنخوا ملي عوامي ګوند یو پخوانی ایالتي وزیر هم په کرونا وایرس اخته شوی چي د کوټې په سول روغتون کښې بستر دی.

د ډاکټرانو په وینا د پخواني وزیر وضیعت له خطر سرہ مخ دی.

د روغتون یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوہ ته وویل چې ښاغلی وزیر د سږو په مرض له پخوا اخته دی او اوس ورته کرونا هم شوی دی.

د یاد ډاکټر په خبرہ د کوټې په سول روغتون کښې دوہ وینټیلېټر دي چي یو پکې ناکارہ دی.

د صحت د محکمې رپورټ وایي په بلوچستان ایالت کښې تر دې مهاله د کرونا په مرض اخته شپږ تنه مړہ شوي او ۱۶۷ تنه روغ شوي دي.

تاجران وايي د حکومت له لوري د لاک ډاون مودہ غځول د ایالت تاجران نور اندېښمن کړي دي.

د تاجرانو د اتحادیې (مرکزي انجمن تاجران ) مشر رحیم کاکړ وي او ای ډیوہ ته وویل چې روژہ مبارکه میاشت راغله ،اختر راغلی خو تجارتي مرکزونه او بازارونه تړل شوي ، ټول تاجران له زیان سرہ مخ دي د ښاغلي په خبره که حکومت بل کوم سم پلان ور نکړي دوی به تجارتي مرکزونه د حکومت له پوښتنې پرته په خپله مرضي خلاص کړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG