لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې ۷۸ خبریالان هم په کرونا وائروس اخته شوي‌ دي


چارواکي وایي هند کې د نورو زرګونو وګړو ترڅنګ تر اوسه ۷۸ خبریالان هم په کرونا وئروس اخته شوي دي اؤ د ګڼو خبریالانو د کرونا ټيسټونه شوي خو نتیجې یې لا مخې ته نه دي‌ راغلي.

دامریکا غږ اردو څانګې د راپور له مخې دممبۍ دښاري خدمتونو ادارې د تیرې اوونۍ په وورستیو کې د ۱۶۷ خبریالانو د کرونا وائروس معائنات کړي وؤ چې اوس په هغې کې د ۵۳ خبریالانو دکرونا ټیسټوه مثبت راغلي دي.

دتامل ناډو ایالت دصحت د محکمې یو چارواکي ویلي په چنئ سیمه کې د ټي‌ وي د یو چینل د ۹۰ خبریالانو د کرونا ټيسټوه شوي وؤ چې هغې کې پینځویشتو خبریالانو کې کرونا وائروس معلوم کړل شوي دي.

راپور کې راغلي چې په کرونا وائروس اخته زیاتره خبریال د خبرونو د چینلو سره تړاؤ لري چې هغوئ‌ چې هغوئ‌ کې رپورټران،کیمرامینان اؤ فوټوګرافران شامل دي.

دهند په مطبوعاتو کې د ښودل کیدونکو شمیرو له مخې تر دې مهاله دغه هیواد کې د۲۰ زرو نه زیات کسان په کرونا وائروس اخته شوي اؤ د۶۴۰ نه زیات مړه شوي دي.

د هند روغتیا د وزارت جوائنټ سکر لواګروال دخبریالانو په کرونا وائروس اخته کیدل داندېښنې وړ بللي اؤ ټينګار یې کړی چې باید خلک یوازې د ډير زیات ضرورت له مخې له کورونو بهر اوځي ګنې نور دې په کورونو دننه پاتې شي.

د پریس کلب اف انډيا صدر اننت بګائتکر امریکا غږ ته ویلي د هند وزیراعلی اروند کیجریوال په دې وروستیو کې اعلان کړی دی چې د خبریالانو د کرونا وائروس ټیسټونه به ویړیا کولی شي اؤ اوس دغه ټيسټونه کول پیل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG