لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د امریکا پوځ ته د ایراني کښتیو د ویشتلو اجازه ورکړه


ټرمپ د امریکا پوځ ته د ایراني کښتیو د ویشتلو اجازه ورکړه

واشنګټن: د امریکا لوړ پوړو دفاعي چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، ایران ته د ټرمپ پیغام ښکاره او روښانه دی او له دې سره یې د تهران په اړه د ولسمشر ټرمپ لخوا په ټولنیزو رسنیو باندې د وروستیو څرګندونو دفاع وکړه.

ټرمپ د شورو یا چهارشنبې د ورځې وختي په یو ټویټ کې لیکلي دي چې ده د امریکا سمندري ځواکونو ته لارښونه کړې چې که هره ایراني کښتۍ زمونږ بیړۍ وګواښي نو باید وویشتل شي او ویجاړه کړای شي.

داسې ښکاري چې دغه ټویټ د تېرې اونۍ د هغې پېښې په وړاندې مستقیم غبرګون دی په کومه کې چې ګڼې ایراني کښتۍ چې وسلې هم پرې لګېدلې وې د فارس په خلیج کې امریکايي بیړۍ ګواښلې وې.

د راپورونو له مخې ځینې ایراني کښتۍ امریکايي بیړیو ته تر لسو مترو فاصلې پورې نږدې شوې وې.

د پنټګان دوهم نمبر جګ پوړي چارواکي چې د لوی درستیز مرستیال کېږي، جنرال جان هېټن خبریالانو ته وویل، زما خوښ شول چې ولسمشر په غبرګون کې ګواښ وکړ او وویل چې هېڅ شک نشته چې دا څه معنی لري.

هغه وویل، "که تاسو له هغې کرښې تېر شئ چې مونږ پوهېږو چې دا کومه کرښه ده نو مونږ به غبرګون څرګند کړو."

خو هیټن او د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ نارکوېسټ دا هم وویل، چې د ټرمپ ټویټ چې د ایران لپاره یو ګټوره یادونه ده، د سمندري ځواکونو لخوا د ځان ددفاع پر وخت د مرګونو وسلو د کارولو معیارونه هم نه بدلوي.

دغه ټویټ اود پینټګان غبرګون د امریکايي چاراکو لخوا ایران او ځینو نورو رقیبانو ته د خبرداري په معنی دی چې په دې وروستیو کې یې د کورونا وبا پر وخت د امریکايي‌ پوځ پرضد پارونکي کارونه کړي دي او د امریکا د پوځ صبر او زغم یې ازمایلی دی.

ایران دغه ډول تورونه رد کړي دي او ټینګار یې کړی چې په دې وروستیو ورځو کې یې سمندري ځواکونو تمرینونه کول چې تېره اونۍ د امریکايي جنګي بیړیو لخوا د غیر مسلکي او پارونکو اقداماتو سره مخ شول.

خو امریکايي چارواکي تر اوسه هم ټینګار کوي چې د تېرې اونۍ پېښه په منځني ختیځ کې د ایران لخوا د ورته چلند او د شخړې د زیاتوالي لپاره د هغوی د روانو هڅو یوه برخه ده.

امریکايي چارواکي وايي، په دغو هلو ځلو کې د ایران لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ایران په وینا اوربیټ ته د پوځي سټلایټ لېږل هم شامل دي.‌

د ایران انقلابي ګارد چې یوه ترهګره ډله بلل شوې نن دغه میزایل توغولی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، دغه کار د ملګروملتونو د امنیت شورا له مسودو څخه. ښکاره سرغړونه وه.

پمیو ویلی، ایران باید د خپلې کړنې لپاره مسول وګڼل شي.‌ هغه دا هم وویل، چې امریکايي چارواکو ته ویل شوي چې د خپل ځان او د خپلو خلکو د دفاع لپاره چې هر ډول لازم ګام پورته کړي.

امریکا د ایران د سټلایټ پر پروګرام باندې له دې امله نیوکې کړي چې دا د بالسټیک میزایلو د ودې لپاره چې هغه بیا کولای شي له ځان سره اټومي کوپړۍ هم ولېږدوي وکارول شي.

امریکايي چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې اړه څه و نه ویل چې د ایران د سټلایټ توغولو کار بریالی وه او که نه او وویل، چې ارزونې لا دوام لري.

خو امریکايي چارواکو ویلي، ګواښ د لیدو وړ دی او جنرال هېټن ویلي، دغه سټلایټ ډېر اوږد واټن وهلی او دا په دې معنی چې بیا هم دا توان لري چې خپل ګاونډیان او زمونږ متحدین وګواښي.

ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې یواځې د سولیزو موخو لپاره دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG