لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو په روژه کې د افغان حکومت د اوربند غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی


ملا عبدالغني برادر

واشنګټن: وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې د افغان حکومت لخوا د روژې په مبارکه میاشت کې د لنډ مهالي اوربند غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

څېړونکي وايي، داسې ښکاري چې طالبان به د حکومتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

په افغان حکومت کې د حچ او او مذهبي چارو وزیر عبدالحکیم منیب د اوربند دغه غوښتنه کړې وه او ویلي یې وه چې له اوربند څخه په ګټې اخیستنې به حکومت د دې جوګه شي چې د کورونا د ګواښ په وړاندې غوره ځواب ورکړي.

طالبانو دې ته ورته غوښتنې په تېرو کې رد کړي دي. په ۲۰۱۸ کال کې وسلوالو طالبانو یواځې دومره منلې وه چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې به اوربند کوي.

د نړیوال بحران په ډله یا انټرنشنل کرایسس ګروپ کې د افغانستان د چارو وتلي څیړونکي انډریو واټکنز ویلي، داسې نه ښکاري چې طالبان دې په ټولې روژه کې اوربند وکړي.

دی وايي، په لنډ مهاله توګه د جګړې بندول به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم ډېر ګټور وي خو دغه ډله ښايي دا کار د یو لوی سټراتیژیک هدف لپاره وکوي.

واټکنز زیاتوي، بل دلیل چې طالبان دغه غوښتنه ښايي رد کړي هغه د طالبانو هغه وېره ده چې دوی به په دې و نه توانېږي چې په دومره اوږده اوربند کې د خپلې ډلې کنټرول وساتي.‌

دی وايي، کېدای شي دوی له اوربند څخه وروسته هڅه وکړي چې خپل کسان بېرته سره راټول کړي خو کېدای شي خپله طالبان بېرته ورنشي.

XS
SM
MD
LG