لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده:ترهګرو سره نښته کې یو پوځي وژل شوی،پینځه عسکر ژوبل


چارواکي وایي دخیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه سخته نښته کې یو پوځی وژل شوی اؤ‌ پینځه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

دچارسدې د پولیسو ضلعي مشر عرفان الله د پېښې د جذئیات بیانولو په مهال وي او ای ډيوه ته ویلي امنیتي ځواکونو دخان ماهي تاڼې په حدودو سرکي سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اطلاع عملیات کول چې په دغه مهال دترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې ده.

دپولیسو مشر وایي په دغه نښته کې یو پوځي عسکر وژل شوی، درې پوځيان اؤ دوه د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس ژوبل شوي‌ دي.

ژوبل پوځیان اؤ پولیس د علاج دپاره روغتونونو ته رسول شوي دي خو تر اوسه یې دصحت په اړوند معلومات نه دي ترلاسه شوي چې ایا ژوند یې دخطر سره مخ دی که سر سري ژوبل شوي دی.

دپولیسو مشر عرفان الله زیاته کړې په عملیاتو کې یو ترهګر هم وژل شوی خو د پولیسو مشر له دې ویلو ډډه کړې ده چې دغه ترهګر په کومه تندره ډله پسې اړوند وؤ یا یې په څه رقم ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لرلو.

امنیتي سرچینې وایي چې د ترهګرو په لټون پسې پوځ اؤ دترهګرۍ ضد محکمې پولیس له سوات سیمې څخه چارسدې ته ورغلي وؤ .

سرچینې دا هم وایي چې ددغو ترهګرو یو تن مشر دسوات سیمې استوګن ؤ اؤ هلته پوځ اؤ دترهګرۍ ضد پولیسو ته یو شمیر مقدمو کې مطلوب ؤ خو هغه د سوات څخه تښتېدلی اؤ په چارسده کې دکرایه په یو کور کې اوسیدلو .

تېره ورځ هم د افغانستان پولې ته نزدې شمالي وزيرستان سيمه کې د پوځ په يو ګاډي بريد شوی ؤ چې پکې د پاکستان د پوځ دوه سرتېري وژل شوي وو او درې نور ژوبل شوي وو.

هم دا راز د باجوړ او مومند ضلعو نه هم د بمي چاودنو او نښتو خبرونه مخې ته راغلي دي.

څېړونکی او خبريال حق نواز خان وايي، د دا رنګ پېښو نه وسله وال ځان ظاهرول غواړي چې لا هم په دې سيمو کې د هغوي وجود شته او په مکمله توګه ختم شوي نه دي.

حق نواز خان وايي، د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان عمليات په ظاهره ختم شوي دي او په خصوصي توګه چې کله نه د دوي په ضد عمليات پېل شوي نو د دغه تحريک هلې ځلې ختمې شوې دي خو داسې ښکاري چې لا هم دوي په مکمله توګه ختم نه دي،

هغه وایي اوس چې کومې پېښې مخې ته راځي نو داسې ښکاري چې هغوي ته چرته هم موقع ترلاسه کېږي، بريدونه کوي.

په کال ۲۰۱۴م کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د بريد وروستو د ضرب عضب په نوم د ترهه ګرو په ضد عمليات پېل شوي وو، د دې ترڅنګ له دې وروستو د پوځ له خوا د رد الفساد په نوم عمليات هم په ټول ملک کې شروع کړی شوي وو خو اوس هم وخت په وخت د بريدونو او وسله والو سره د نښتې خبرونه مخې ته راځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG