لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سیند حکومت: په مسجدونو کې تر 5 زیات کسان د تراویح لمونځ نه شي کولای


واشنګټن ــــ په کراچۍ کې د ډاکټرانو تر خبرداري وروسته چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره یې د هر ډول ګڼې ګوڼې د ختمولو غوښتنه کوله، د سیند وزیراعلی مراد علي شاه اعلان کړی، چې په روژه کې به په مسجدونو کې له ۳ تر ۵ کسانو د تراویح لمونځ کوي او نور خلک به پخپلو کورونو کې تراویح کوي.

د زیارت- پنجشنبې په شپه پخپله یوه ویډیویي پیغام کې د سیند وزیراعلی ویلي، چې دا تر ټولو ګرانه پرېکړه یې له ډاکټرانو او د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي سره تر سلا مشورې وروسته کړې ده:

"د جمعې په ورځ به د ورځې له دوولسو تر درو بجو بشپړ لاک ډاون کېږي او په مسجد کې چې کوم دنده لرونکي خلک دي‌ یواځې هغوی هلته د جمعې لمونځ کولای شي".

د پاکستان مرکزي حکومت د اپرېل پر ۱۸مه د هېواد له بېلابېلو دیني عالمانو سره په ناسته کې په جوماتونو کې په ګڼه د تراویح لمانځه اجازه ورکړې وه، خو په دې شرط چې وایي له کرونا وایرسه د مخنیوي ټول احتیاطي ګامونه به اخیستل کېږي.

خو د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ په کراچۍ کې د ډاکټرانو تنظیم (پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن) په یوه خبري غونډه کې له حکومته پر خپله پرېکړه د بیا کتنې غوښتنه کړې وه ځکه چې وایي کېدای شي د مسجد د ګڼې د لمونځونو په ګډون هر ډول ګڼه ګوڼه د کرونا وایرس د زیات خپرېدو سبب شي.

د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو هم د جمعې په ورځ له حکومته غوښتنه کړې چې لاک ډاون دې نور مضبوط کړي. ډاکټرانو دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې نن په یوه ورځ په دې صوبه کې 88 نورو کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی.

په کراچۍ کې ډاکټرانو دوې ورځې وړاندې په خبري غونډه کې خبرداری ورکړی وو، چې په دې صوبه کې به راتلونکې پینځلس ورځې ډېرې سختې وي او اټکل یې کړی وو چې که د خلکو ګڼه ګوڼه ختمه نه شي نو کېدای شي دا وبا نوره زیاته خپره شي.

XS
SM
MD
LG