لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د 165 ډاکټرانو په ګډون 345 روغتیایي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته دي


واشنګټن ـــــ د پاکستان د روغتیا د مرکزي ادارې د رپوټ له مخې تر دې مهال د ملک په ټولو صوبو کې د ډاکټرانو په ګډون 345 روغتیایي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته دي چې وایي په هغوی کې 125 په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. یواځې په پایتخت اسلام اباد کې 13 ډاکټرانو، 3 نرسانو او 12 نورو روغتیایي کارکوونکو ته دا ناروغي ور پورې شوې ده.

پنجاب صوبه چې تر نور ملک یې زیات خلک په کرونا وایرس اخته دي، تر اوسه یې 55 ډاکټرانو، 16 نرسانو او 22 نورو روغتیایي کارکوونکو ته دغه ناروغي ور پورې شوې دي. د دې صوبې ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو پرون د طبي آلاتو د نشتوالي په ضد د لوږې احتجاج پیل کړی دی.

په پښتونخوا کې 35 ډاکټران، 6 نرسان او 31 نور روغتیایي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته دي، په سیند کې 28 ډاکټرانو، 17 نرسانو او 27 نوره د روغتون کارکوونکو ته دا وایرس ور پورې شوی دی.

په بلوچستان کې- چې ډاکټرانو یې د اپرېل پر 7مه د طبي اسانتیاوو د نشتوالي په خلاف احتجاج کړی وو- تر اوسه 32 ډاکټران، 3 نرسان او 20 نور روغتیایي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته دي.

په پاکستان کې ډاکټران له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په روغتونونو کې له کرونا وایرسه د ژغورنې لپاره د طبي اسانتیاوو د نشتوالي شکایت کوي او وایي چې له همدې کبله اکثرو ډاکټرانو، نرسانو او نورو طبي کارکوونکو ته له ناروغانو څخه دا وایرس ور پورې شوی دی.

د روغتیا د مرکزي ادارې په رپوټ کې ویل شوي چې یواځې په تېرو دېرش ګنټو کې په پاکستان کې 47 روغتیایي کارکوونکو ته کرونا وایرس ور پورې شوی چې وایي په هغوی کې 24 ډاکټران، 5 نرسان او 18 د روغتونونو نور کارکوونکي دي.

دا رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی چې د شنبې- خالي په ورځ په پښتونخوا کې لومړنی ډاکټر له کرونا وایرسه مړ شو.‌ ډاکټر پروفیسر محمد جاوید په پېښور کې د غوږونو، پوزې او مرۍ د ناروغیو (اي این ټي) ډاکټر وو او یوه اوونۍ وړاندې کرونا وایرس ور پورې شوی وو.

د روغتیا د مرکزي ادارې د رپوټ له مخې په ټول هېواد کې چې تر اوسه په کرونا وایرس کوم 345 روغتیایي کارکوونکي اخته دي، په هغوی کې 165 ډاکټران، 49 نرسان او 131 نوره طبي عمله شامله ده.

په رپوټ کې ویل شوي‌ چې په دغو ناروغه شوو روغتیایي کارکوونکو کې د 125 کسانو علاج روان دی،‌ د 124 کسانو حالت د ډاډ وړ دی، 82 په بشپړه توګه روغ شوي دي او درې تنه مړه شوي دي.

په پاکستان کې له کرونا وایرسه لومړنی 26 کلن ډاکټر اسامه ریاض د مارچ په 23مه مړ شو. په ګلګت بلتستان کې دا مهال یو ډاکټر او 17 نور روغتیایي کارکوونکي په دې ناروغۍ اخته دي. د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر کې هم یو ډاکټر او 3 نور روغتیایي کارکوونکو ته دا وبا ور پورې شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG