لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ایي ای بهرنیو هیوادونو کې دکرونا دلاسه بند پاتې شوي پاکستانیان په دواړه لاسه لوټي ؟


دپاکستان په دولتي هوایي شرکت پي‌ ایي تورونه لګول شوي چې دخپلو ځانګړو الوتنو دلارې دنورو هیوادونو نه پاکستان ته راستنوونکي پاکستانیان په دواړه لاسه لوټي اؤ‌ په ګرانو نرخونو پرې ټکټونه پلوري.

خو د پي ایي‌ ویاند وایي څو ایجنټانو په شخصي ډول دغسې کړي چې دهغوئ‌ په ضد به سخت ګامونه پورته کړل کيږي

په عین حال کې دپاکستان حکومت د کرونا وائرس دمخنیوي په خاطر په نړیوالو الوتنو بندیز تر ۱۵م غځولی دی خو وایي دا بندیز به په ځانګړو الوتنو نه وي چې د اړتیاؤ په صورت کې خلک وړي،راوړي

دپاکستان د هوایي چلند د ادارې ـ(سي ای ای) لخوا په دې اړوند یو تازه بیان کې ویل شوي چې په کومو الوتکو کې سامانونه وړل کیږي راوړل کیږي هغه به هم ددې بندیز سره مخ نه وي.

تر دې وړاندې دپاکستان مرکزي حکومت په ۱۸م اپریل دهیواد دننه اؤ بهر دالوتکو په الوت تر ۳۰م اپریل د بندیز غځولو اعلان کړی ؤ.

سوال ایوي ایشن اتهارټي په ۲۵م مارچ د کرونا وائروس له امله د هیواد دننه اؤ بهر ټولې الوتنې په عارضي ډول ځنډولې وې.

دا مهال د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې یو شمیر پاکستاني وګړي ګیر دي‌ اؤ هغوئ غواړي خپل هیواد ته راستانه شي خو د الوتکو د نه الوت له امله نه شي کولی خپل هیواد ته سفر وکړي.

په دوبۍ کې میشت پښتون خبریال اؤ د ټولنیزو رسنیو فعال ښاغلي نظار یوسفزئ وایي کوم خلک چې دا مهال د دوبۍ نه په ځانګړو الوتکو کې راوستل کیږي هغوئ باندې په دوه زره درهمه د الوتکې ټکټ خرڅول کیږي خو بیا ورسره دلته په هوایي ډګر لکه دمجرمانو سلوک کیږي.

په عام حالت کې دوبۍ نه اسلام اباد یا پېښور ته د الوتکې ټکټ په شاوخوا ۷۰۰ درهمه پلورل کیږي.

تیرو ورځو کې په دوبۍ کې یو شمیر پاکستانیان په ګران نرخ د ټکټونو پلورل کیدلو په ضد دوبۍ کې دپاکستان دسفارت مخې ته احتجاج هم کړی ؤ.

د واټس اپ په بیلابیلو ګروپونو کې نظار یوسفزئ خپل یو غږییز پیغام شریک کړی چې په هغې کې یې دعوه کړې ده په مصیبت کې ګیرو پاکستانیانو سره پاکستان ته د راوستلو په مهال سخت زیاتی روان دی اؤ د هر لوري د هغوئ دلوټ کولو اؤ ازار ور رسولو هڅې کیږي.

ښاغلي نظار یوسفزئ ویلي بهر نه راغلو څو کسانو سره یې پخپله رابطه کړې اؤ هغوئ ورته ویلي چې د دوبۍ نه پرې د الوتکې ټکټ په ۲۰۰۰ درهم پلورل شوی خو بیا چې پاکستان ته راوستل شوي نو دلته په هوایي ډګر ایسار کړل شوي اؤ حتی د روژې میاشت کې سم روژه ماتی هم نه دی ورکړل شوی.

هغه وایي راغلو مسافرو ته په هوایي ډګر قرنطین کې د روژه ماتي په مهال یوازې یوه کیله ، یوه مڼه اؤ یوه ډبل ډوډۍ ورکړل شوې ده.

کله چې دنظار یوسفزئ ددغې ادعا د سپیناوي دپاره وي او ای ډيوه په پېښور کې د دولتي هوایي شرکت پي ایي‌ ای دیو مشر یا منیجر سره په ټيلي فون دتماس نیولو هڅه وکړه نو هغه په دې هکله دڅه ویلو نه ډډه وکړه خو وئ ویل “زمونږ د اسلام اباد ایرپورټ به په دې هکله ستاسو ښه رهنمایي وکړل شي”

اسلام اباد هوایي ډګر کې دپي‌ ایي ای د الوتنو دمشر سره د زیات کوشش باوجود هم په تماس نیولو بریالي نه شو.

خو دپي ايي ای ویاند دخپل سپیناوي په یو بیان کې ویلي داسې شکایتونه رارسیدلي چې څو ایجنټانو د موقعې نه استفادې کولو پخپله په ګران نرخ ټکټونه خرڅ کړي خو دداسې ټولو ایجنټانو په ضد به سخت ګامونه اخستل کیږي.

ویاند ویلي چې ځانګړې الوتکې دپاکستان دحکومت اؤ بهرنیو حکومتونو په خوښه دهیواد د ګټو دپاره الوتنې کوي اؤ دغو الوتکو کې یوازې هغه خلک هیواد ته راوستل کیږي چې دکرونا له امله دهیواد نه بهر بند پاتې شوي دي.

ویاند زیاته کړې ده چې د پي ایي ای الوتکو کې د چوکیو دویش نوملړ سفارتخانې ورکوي اؤ ددې غرض دپاره اړوند سفارتونه دپاکستان دننه اؤ بهر دخپلو وګړو نومونو لیکي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG