لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي چارواکي: ولسمشر ټرمپ غواړي د کرونا وایرس له کبله ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ‌ په وروستیو ورځو کې پر خپلو پوځي او د ملي امنیت پر سلاکارانو ټینګار کړی چې له افغانستانه دې خپل ټول ځواکونه و باسي ځکه چې وایي کېدای شي په دې هېواد کې کرونا وایرس په تېزۍ خپور شي.

دا خبره دوو اوسنیو او یوه پخواني سینېر امریکایي چارواکي این بي سي ټیلیویژن ته کړې او ویلي یې دي، ولسمشر ټرمپ تقریباً هره ورځ ورته شکایت کوي چې پوځیان یې اوس هم لا په داسې حال کې په افغانستان کې دي چې هلته د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي.

دغو امریکایي چارواکو ویلي له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ نوی دریځ که یوې خواته دا اندېښنه څرګندوي چې له کرونا وایرسه خپل ځواکونه و ژغوري خو بلې خواته له طالبانو سره د امن په تړون کې د پرمختګ پر نشتوالي د هغه بې صبري هم ښکاره کوي.

این بي سي ټیلیویژن پخپل خبر کې ویلي، ولسمشر ټرمپ ته خپلو پوځي سلاکارانو ویلي چې که غواړي خپل ټول پوځیان د کرونا وایرس د خطر له کبله له افغانستانه و باسي، نو په دې حساب خو پېنټاګان ته پکار ده چې له نورو هېوادونو لکه ایټلي څخه هم خپل ځواکونه وباسي، چې کرونا وایرس زیات ځپلی دی.

خو د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د امریکې اتحادیانو، د کانګرس غړو او د امریکا پوځي چارواکو ته په اشارې سره ویلي چې "بېلابېلو مقامات دا اندېښنه لري چې کېدای شي له افغانستانه ووځو".

نېټو ځواکونو د مارچ پر ۲۴مه ویلي وو چې په افغانستان کې یې د اتحادي ځواکونو څلور تنو ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی، خو دا نه وو ویل شوي چې آیا په دغو کې امریکایي پوځیان هم شامل دي که نه.

د امریکې یوه لوړپوړي انتظامي چارواکي او یوه بل دفاعي چارواکي ویلي، په داسې حال کې چې د کرونا وایرس له کبله له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر خبره بحث روان دی، ډېر امکان شته نتیجه یې دا را ووځي چې امریکایي ځواکونو دې په دې هېواد کې په یوه یا دوو مرکزونو کې و ساتل شي.

په افغانستان کې دا مهال په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ او ۵۸ کسان ځنې مړه شوي دي، خو د امریکې د دفاع چارواکي وایي امکان لري چې ډېرې پېښې نه رپوټ کېږي او اټکل کوي چې کېدای شي تر هغه لس چنده زیات کسان په دې ناروغۍ اخته وي‌ څومره چې ښوول کېږي.

افغان حکومت تر اوسه د کرونا وایرس له کبله د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ‌ اندېښنو او وروستي دریځ ته څه جواب نه دی ویلی.

خو په تېره مارچ میاشت کې د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز خبرداری ورکړی وو، چې که احتیاطي ګامونه وانه خیستل شي او ټولبند یا لاک ډاون د زیاتې ابادۍ په سیمو کې عملي نه شي کېدای شي د هېواد د ۳۵ میلینه ابادۍ نیمایي وګړي یې له کرونا وایرسه اغېزمن شي او شاوخوا یو لک ځنې مړه شي.

افغانستان یو د نړۍ له غریبو هېوادونو ګڼل کېږي چې د نړیوال بېنک ګروپ د روان کال د سروې له مخې شاوخوا ۵۰ فیصده خلک یې د غربت تر کرښه لاندې ژوند کوي. د روغتیایي چارو پوهان وایي کېدای شي غربت د کرونا وایرس په مخنیوي کې د دې هېواد خپلو خلکو او بهرنیو ځواکونو ته لا خطرناک ثابت شي ځکه چې وایي روغتیايي اسانتیاوې پکې نه شته. یوه پخواني امریکایي چارواکي ویلي:

"افغانستان به د کرونا وایرس یوه د پام وړ ستونځه ولري، که څه هم دا تر اوسه نه ده څرګنده شي خو ښکاره به شي".

د فرورۍ پر ۲۹مه چې د امریکې او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شوی د هغه له مخې به امریکایي ځواکونه په څورلس میاشتو کې له افغانستانه وځي، خو د امریکې د دفاع دوه چارواکي وایي، ځواکونه یې تر ټاکلې مودې مخکې له افغانستانه په وتو دي ځکه چې وایي له تېرې مارچ میاشتې یې د خپلو ۱۲۰۰۰ پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته د را کمولو بهیر پیل کړی دی چې په ۱۳۵ ورځو کې به بشپړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG