لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په یوه ورځ دکرونا وایرس نور اته ناروغان مړه شوي


پاکستان کې د کرونا وایرس دڅار مرکز وایي د شورو په ورځ دکرونا وایرس دلاسه نور اته کسان هم مړه شوي چې دې سره دغه هیواد کې تراوسه په کرونا وايرس دمړو شوؤ شمیره ۳۳۵ته رسېدلې ده

دشورو په ورځ پاکستان کې دکرونا ۵۰۲ تازه پېښې ثبت شوي چې دې نه ورسته ګرد پاکستان کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۵۲۸۹ ته رسېدلې ده.

دصحت محکمې اؤ دولتي ادارو شمیرې ښایي چې تر اوسه د کرونا وايرس له امله تر ټولو زیات مرګونه په خیبر پښتونخوا صوبه کې شوي دي چې شمیره یې ۱۱۴ ته رسېدلې ده.

په سندهـ اؤ پنجاب ایالتونو کې سل،سل،بلوچستان کې ۱۴،اسلام اباد کې څلور اؤ ګلګت بلتستان کې درې، کسان په دغه وایرس مړه شوي،

پرون د نهې یا سه شنبې په ورځ پاکستان کې د کرونا وایرس له امله ۲۸کسان په یوه ورځ مړه شوي وؤ چې دا په یوه ورځ د مړینو تر ټولو لوړه کچه ګڼل کیږي.

دشورو په ورځ سندهـ صوبه کې د کرونا ۴۰۴ نوې پېښې ثبت شوي اؤ اته کسان پکې مړه شوي دي.

دسندهـ حکومت ویاند ویلي دا مهال په ټوله صوبه کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۵۶۹۵ته رسېدلې ده اؤ په تیر یو شوارو کې ۲۰۸کسان د کرونا ناروغۍ څخه روغ شوي هم دي.

خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وایرس ۱۷۶ نوې پېښې ثبت شوي اؤ ددې ترڅنګ پکې شپږ د کرونا ناروغان مړه شوي هم دي .

د خیر پښتونخوا د روغتیا محکمې له مخې صوبه کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیره ۲۱۶۰ته رسېدلې اؤ ۱۱۴کسان پکې مړه شوي هم دي.

دصحت محکمه دا هم وایي چې تراوسه خیبر پښتونخوا صوبه کې ۵۶۲کسان له دې ناورغۍ روغ شوي هم دي.

پنجاب کې د کرونا د۱۸۷نوؤ پېښو ثبت کیدو سره په دې وایرس داخته کسانو شمیره ۵۸۲۷ ته رسېدلې ده .

بلوچستان کې ۹۱۵،ګلګت بلتستان کې ۳۳۰ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۶۵ پېښې ثبت شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG