لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو اچ او: مونږ د کورونا په وړاندې پر وخت او چټک غبرګون ښودلی


د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس

واشنګټن: د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دغې ادارې د نوي کورونا وایرس په وړاندې تېز او پرېکړنده غبرګون ښودلی دی.

له ډبلیو اچ او څخه د هغه دفاع په یادې ادارې باندې په ځانګړې توګه د امریکا لخوا د زیاتېدونکو نیوکو په غبرګون کې شوې.

امریکا د ډبلیو اچ او له سترو مرستندویه هېوادونو څخه دی چې دا مهال پکې له ټولې نړۍ څخه په زیات شمېر خلک په کورونا اخته او مړه شوي دي.

تیدروس په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل، "له پیل راهیسې ډبلیو اچ او نړۍ ته د خبرداري په برخه کې په چټکه او پرېکړنده توګه خبر ورکړی وو."

هغه زیاته کړه مونږ پر وخت غږ پورته کړی او څو څو ځله مو خبرداری ورکړی.

تیډروس وویل، ډبلیو اچ او د جنورۍ په ۳۰ نېټه کوېډ ۱۹ د نړیوال بیړني حالت په توګه اعلان کړ، ۲.۳ میلیونه روغتیايي کارکونکي یې وروزل او په میلیونونو ټسټونه یې ګردې نړۍ ته ولېږل.

د ډبلیو اچ او د بیړننو حالاتو کارپوه مایک راین خبریالانو ته وویل، دغه اداره پلان لری چې نور اضافي ټسټونه هم لږو بډایه هېوادونو ته واستوي.

په امریکا کې له یو میلیون څخه زیات کسان په کرونا باندې اخته شوي دي چې دا په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو د شمېر دریمه برخه جوړوي.

دغه شمېره ښايي په راتلونکو میاشتو کې نوره هم زیاته شي ځکه په امریکا کې د ساري ناروغیو متخصص انټونیو فاوسي په دغه هېواد کې د کورونا وایرس د دوهمې څپې د راتلو خبرداری ورکړی.

فاوسي وویل، "دا به زمونږ له ځمکې ورک نشي او دا په دې معنی کله چې نوي فصل ته ورسېږو نو زما په اند دا ښکاره ده چې وایرس به بیا راشي او دا هم کېدای شي چې تر دغه وخت پورې هېڅ ورک هم نشي."

ده دا هم وویل، کله چې د وایرس دوهم څپه راشي نو برخلیک به یې و دې پورې تړلی وي چې مونږ ورسره څه ډول چلند کوو.

د امریکا د کار وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د کورونا د وبا له امله د نړۍ زیات کاري ځواک اغیزمن شوی. د نړۍ نږدې نیمايي کارکونکي د خپلې تنخوا د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي.

صنعتي ډګر هغه برخه ده چې زیات حکومتونه یې د کارونو د بېرته پیلېدو کوښښ کوي.

په جرمني کې ګڼو موټر جوړونکو د ټولنیز واټن له ساتلو سره خپل کار بېرته پیل کړی دی.

په دغه هېواد کې دوکانونه او سټورونه هم پرانېستل شوي دي خو د شورو په ورځ پکې دوکانونو ته د ننوتلو پر وخت د ماسکونو تړل لازمي شوي دي.

جنوبي کوریا هم له خلکو غوښتي چې له کور څخه د وتلو پر وخت دې ماسکونه وتړي تر څو د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې پرمختګ بېرته له لاسه و نه وځي.

د امریکې د تجارت اداره وایي، د کرونا وایرس په مهال یې د سږ کال په لومړۍ نیمایي کې اقتصاد د کال په کچه ۴.۸ فیصده را لوېدلی دی، ځکه چې وایي د لاک ډاون له کبله یې ټول لوی او واړه کاروبارونه تړل شوي دي.

دغه اداره وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په امریکا کې ۲۶ میلینه کسان بې روزګاره شوي دي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو دوو ادارو په نړۍ ږغ کړی

چې د هغو ۳۷۰ میلیونه ماشومانو د لوږې او د خوراک د کمي مخه دې ونیسي، چې د کرونا وایرس له کبله یې ښونځي بند دي او هغه خوراک نه ورته رسېږي چې مخکې به په ښونځیو یا سکولونو کې ورکول کېده.

ملګري ملتونه وایي په ډېرو غریبو هېوادونو کې ماشومانو په ټوله ورځ کې همدا د ښونځي ډوډۍ خوړله خو وایي اوس چې ښونځي یا سکولونه بند دي مور و پلار یې هغوی ته د خوراک ورکولو وس نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسیف وایي، تر اوسه یې په ۶۸ هېوادونو کې له نورو لارو ماشومانو ته د خوراک بندوبست کړی او په دې برخه کې یې له حکومتونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر درې میلیونه او دوه لکه او د مړو شمېر له ۲۲۶۵۰۰ څخه اوختی دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG