لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند وتلي فلمي ستوري رشي کپور له نړۍ سترګې پټې کړې


دهندي فلمونو وتلی ستوری رشي کپور د ۶۷کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ممبۍ په یو روغتون کې مړ شوی دی.

ډان ورځپاڼې دهند دخبري شبکې این ډي‌ ټي وي د رپورټ په حواله ویلي چې رشي کپور د تیرو شاوخوا دوؤ کالو څخه دکینسر په ناروغۍ اخته ؤ اؤ اوړمه ورځ ساه اخستلو کې په تکلیف محسوسولو روغتون کې بستر کړل شوی ؤ.

د رشي کپور کورنۍ دهغه د مړینې خبر دهغه د مینه والو سره دټولنیزو رسنیو اؤ‌ ميډیا دلارې شریک کړی اؤ ویلي یې دي” زمونږ خوږ رشي کپور د وینې دکینسر ناروغۍ سره تر دوو کالو دلاس اؤ ګریوان پاتې کیدو وروسته نن سحر پاؤ کم نهه بجې په روغتون کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې”

په بیان کې ویلي شوي چې رشي کپور دعلاج په مهال هم ځان خوښ اؤ خوشحاله ساتلو اؤ په دې خبره باوري ؤ چې ژوند باید په ښې جذبې سره وکړل شي.

کورنۍ یې وایي “رشي کپور غوښتل چې له دې نړۍ دهغه له تګ وروسته هم باید دهغه مینه وال هغه په اوښکو توئیولو نه بلکې په خندا اؤ خوشحالۍ یاد کړي”

په دې بیان کې د کرونا وائرس موجوده صورتحال ته هم اشاره شوې اؤ ویل شوي “په داسې حال کې چې نړۍ دیو سخت حالت څخه تیریږي دا مهال په تګ راتګ اؤ سترو اجتماعاتو بندیز پرځائ دی مونږ دهغه دمینه والو اؤ ملګرو څخه غوښتنه کوؤ چې باید د قوانینو درناوی وکړي”

د روانۍ اوونۍ په مهال دهند فلمي نړۍ کې دا دویم مهم ستوری دی چې دکینسر دلاسه یې خپل ژوند دلاسه ورکړی .

تر رشي کپور وړاندې اړمه ورځ فلمي ستوری عرفان خان هم د ممبۍ یو روغتون کې د کینسر په ناروغۍ مړ شوی ؤ.

هندي فلمي ستورو امیتابهـ بچن،اکشی کمار،راجني کانت اؤ نورو د رشي کپور مړینه د هندي فلم انډسټرۍ دپاره یو ستر زیان بللی ا‌ؤ پخپلو ټوئټونو کې یې دهغه هنري خدمتونه اؤ صلاحیتونه ستائیلي دي.

په تیرو وختونو کې رشي کپور یو شمیر فلمونو کې دهیرو په توګه مرکزي رومانوي کروارونه ادا کړي وؤ چې هغې کې قلي.لیلی مجبون،سرګم،بول راها بول،الله رکها،دیوانه،ناګن،پریم روګ،کبهي کبهي اؤ داسې ګڼ نور شامل دي

هغه ته په ښو هنري فعالیتونو په سوؤنو ایوارډونه اؤ جائرې هم دهند دننه اؤ بهر ورکړل شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG