لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سویډن کې د ورک بلوڅ خبریال ساجد حسېن مړی و موندل شو


واشنګټن ــــ دوې میاشتې مخکې په سویډن کې په مرموزه توګه د بې درکه شوي بلوڅ خبریال ساجد حسېن مړی دوې اوونۍ مخکې د دې هېواد له اپساله ښار سره نیژدې د دریاب په غاړه موندل شوی او د کورنۍ په مرسته پېژندل شوی دی.

بلوچستان ټایمز ورځپاڼه- چې ساجد حسېن یې چیف ایډیټر وو- نن د جمعې په ورځ پخپل خبر کې لیکلي، چې د سویډن پولیسو د پنجشنبې- زیارت په شپه د هغه کورنۍ ته حال ورکړی، چې د ساجد حسېن مړی یې موندلی دی.

خو بي بي سي پخپل رپوټ کې وایي چې د هغه مړی دوې اوونۍ مخکې موندل شوی خو تر اوسه یې پولیس د هغه له کورنۍ سره په پېژندلو بوخت وو او پرون یې دا تایید کړه چې هغه وژل شوی او دا د هغه مړی دی.

د بلوچستان د کېچ ضلعې اوسېدونکي ساجد حسېن له پینځو کلونو راهیسې د آنلاین ورځپاڼې "بلوچستان ټایمز" مشر وو او تر هغه مخکې یې له "ډېلي ټایمز" او "دي نیوز انټرنېشنل" ورځپاڼو سره هم کار کړی دی.‌

د ورکو بلوڅانو د تنظیم د شمېرو له مخې په بلوچستان کې زرګونه بلوڅ ځوانان بې درکه دي او دي د ډېرو مسخ شوي مړي موندل شوي او په بلوچستان کې د ناامنۍ له کبله ګڼ شمېر بلوڅو سیاسي فعالانو او خبریالانو په امریکا او یورپ کې پناه اخیستې ده، خو دا لومړی ځل دی چې یو بلوڅ خبریال له پاکستانه بهر بې درکه شو او مړی یې موندل شوی دی.

د سویډن پولیسو ته د ساجد حسېن د بې درکۍ خبر هغه وخت هلته مېشتې پروفیسرې کرینه جهاني خبر ورکړی وو. کرینه جهاني او ساجد حسېن په وروستیو کې د بلوڅي او انګرېزي ژبو پر یوه قاموس (ډکشنري) ګډ کار کړی دی.

د سویډن پولیسو سمدستي د ساجد حسېن د مړینې علت نه دی ویلی او نه یې هم چا د وژنې ذمه واري پر غاړه اخیستې ده، خو د بې سرحده خبریالانو (آر ایس ایف) تنظیم یوه میاشت مخکې پخپل رپوټ کې ګومان څرګند کړی وو چې هغه به د پاکستاني استخباراتو په اشاره تښتول شوی وي.

د اېشیا پېسیفیک لپاره د بې پولې خبریالانو د تنظیم مشر ډېنیل بسټرډ شک څرګند کړی وو، چې ساجد حسېن د بلوچستان د بې درکه خلکو غوندې په جبري توګه بې درکه کړل شوی دی.

ډېنیل ویلي وو د ساجد حسېن لیکلو مضامینو ته په کتو- چې اکثر پکې د پاکستاني پوځ تر "سرې کرښې" تېرېده- او ځینو نورو سببونو ته په کتو د هغه د بې درکۍ ګومان پر پاکستاني استخباراتو کېږي.

ساجد حسېن ته په ۲۰۱۲م کال کې په بلوچستان کې د خپل کار له کبله ګواښونه کېدل چې بیا له پاکستانه و ووت او څه موده یې په عمان، عربي اماراتو او یوګنډا کې تېره کړه او بیا وروسته سویډن ته لاړ او هلته یې په ۲۰۱۷م کال کې سیاسي پناه واخیسته.

ساجد حسېن د سویډن په اپساله پوهنتون کې داخله اخیستې وه او د مارچ پر ۲مه سهار شاوخوا یوولس بجې په ټرېن کې هلته روان شوی وو. ټاکل شوې وه چې د ساجد حسېن مېرمن شهناز بلوچ په نیژدې ورځو کې هملته ورغلې وای.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG